فیسبوک پر یوه پریکړه (۷.۲) ملیارده ډالر له لاسه ورکړل

د راپورونو له مخې د خواله رسنیو د مشهور شرکت فیسبوک بنسټ ایښودونکي مارک زوکربرګ د وروستیو ناندریو په لړ کې ۷.۲ ملیارده ډالر له لاسه ورکړي دي.

د بهرني خبري اژانس د راپور په وینا د نوې پالیسۍ له مخې فیسبوک پر هغو ټولو اعلاناتو بندیز لګوي چې د کوم ځانګړي نسل، قومیت، جنسي استحصال او یا د چا بدني خوندیتوب او روغتیا لپاره خطر پېښوي.

د فیسبوک بنسټګر مارک زوکربرګ وایي، زه ددې خبرې هوډ لرم چې خلک فیسبوک د خپلو اړینو مسایلو د څيړلو او بحث کولو لپاره وکاروي.

«زه د نفرت، کرکې او هر هغه څه پر وړاندې ودریږم چې خلک تاوتریخوالي ته هڅوي، او موږ ژمن یو داسې مواد له کومه ځایه سرچینه اخلي له منځه یوسو».

هغه زیاتوي موږ له وطنه لرې او د کډوالو تر مخې هغه اعلانات چې ددوی توهین کوي او دوی کم تر پيژني خوندي کوو او په دې اړه جدي اقدامات پورته کوو.

فیسبوک دا اقدام وروسته له دې پورته کوي چې په امریکا کې د یوه تور پوستي په ظالمانه ډول له وژل کېدو وروسته د ټولې نړۍ په ګډون په دغه هېواد کې پراخ لاریونونه ترسره شول چې په پای کې یې تاوتریخوالی هم وموند.

په دې لړ کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځینې متنازع خبرې د ټولنیزو رسنیو (فیسبوک، ټویټر) له لارې خپرې کړې وې، چې ټویټر یې په اړه غبرګون وښود او د نوموړي ټویټ یې مسحه او د اصولو خلاف وباله، خو فیسبوک له داسې کولو انکار وکړ، دا یې رسنیزه ازادي وبلله او حتی ځینې کارمندان یې چې ددوی له دې پالیسۍ سره یې مخالفت ښود له دندې ګوښه کړل.

فیسبوک په ټوله نړۍ کې د سختو غبرګونونو سره مخ شو او د «کوکا کولا»، «یونیلیور» او «وریزون» په ګډون یو شمېر شرکتونو ورسره د اعلاناتو د خپرولو شراکت ختم کړ، چې په لړ کې یې یوازې فیسبوک له ۷ ملیاردو زیاتو ډالرو زیان پورته کړ.

خو د یادو زیانونو او د خلکو د ناخوښۍ سربېره هم فیسبوک پر خپل موقف ولاړ دی او په غبرګون کې وایي چې د فیسبوک پر پاڼه د سیاسیونو سربېره هیڅ چاته د استثنا نیت نه لري. زوکربرګ ټینګار کوي چې فیسبوک د هر هغه پوسټونو چې تاوتریخوالی لري له منځه وړلو عزم کړی دی.

د یادونې وړ ده چې د فیسبوک شرکت وروسته له خپلو کړنو ومنله چې په امریکا کې د یادې ستونزې پرمهال یې د مثبت ګامونو پرځای د نفرت او کرکې په خپرولو کې مرسته کړې ده.