فیسبوک په ۲۰۱۹ کې نژدې ۲۸ ملیارد ډالر ګټلي

په ۲۰۱۹ م کال کې د فیسبوک د موسس مارک زوکر برګ شتمني ۲۷ ملیارده او ۷۰۰ ملیون ډالره زیاته شوې ده.

سره له دې چې پر فیسبوک د سیاست لوبو له کبله انتقادونه مخ په زیاتېدو دي، د دې ټولنیزې شبکې عواید پر له پسې ډېرېږي او اوس یې شتمني ۷۹ ملیارد ډالرو ته رسېږي.

مارک اوپریسیلاچان

د فوربس مجلې پر اساس ۳۵ کلن مارک زوکربرګ د نړۍ د ۵۰۰ تر ټولو شتمنو انسانانو په لیست کې پنځم کس دی.

سږ کال د فیسبوک لپاره سخت کال و. په اکتوبر میاشت کې زوکربرګ په واشنګټن کې د کانګریس د مالي خدماتو کمېټې ته احضار شو چې د فیسبوک، وټس اپ او انسټاګرام په اړه، چې دی یې خاوند دی، انتقادي پوښتنو ته ځوابونه ووايي.

لا هم د تېر کال په شان د نړۍ تر ټولو شتمن کس د امازون شرکت موسس جیف بیزوس دی چې شتمني یې ۱۱۶ ملیارد ډالرو ته رسېږي. نوموړی له دې سره سره د شتمنۍ له پلوه په نړۍ کې لومړی دی چې ښځې ورڅخه طلاق واخیست او ۲۳ ملیارد ډالر یې له ده څخه واخیستل.

ورپسې دوهم ستر شتمن د مایکروسافټ خاوند بیل ګېټس دی. ګېټس په نړۍ کې تر ټولو زیاتې پیسې په خیریه چارو لګوي.