فېروز خان؛ لومړنى هندى اداکار چې افغانستان کې يې فلم جوړ کړ

د هندي فلمونو مشهور اداکار، ډايريکټر او پروډيوسر فېروز خان چې له نن څخه ٨١ کاله وړاندې په هند کې زېږېدلى و، هغه لومړنى فلم جوړونکى و چې خپل يو فلم يې په افغانستان کې ثبت کړ.

فېروز خان په ١٩٣٩ کال کې د سپتمبر په ٢٥مه نېټه د هند په بېنګلور کې زېږېدلى و. د هغه پلار صادق علي خان تنولي نومېده، چې د افغانستان د غزني ولايت اوسېدونکى او پښتون و، همدا راز مور يې فاطتمه د ايران اوسېدونکې وه.

هغه نور ٤ وروڼه او ٢ خويندې هم درلودې، چې دوه وروڼو يې هم په فلمونو کې کار کړى و، خو دوه وروڼه يې بيا له فلمي نړۍ څخه ليرې و.

په ١٩٥٨ کال کې نوموړي په هندي فلمونو کې کار پيل کړ، خو تر دې مخکې يې هم په ځينو فلمونو کې کوچني رولونه ترسره کړي و، هغه په ډېرو مشهورو فلمونو کې کار وکړ او د هندي سينما د يوه زيارکښ هنرمند په توګه يې په خلکو ځان ومانه.

په ١٩٧٢ کال کې نوموړي د (اپراد) فلم څخه د فلم جوړولو ته هم مخه کړه، دا لومړنى فلم و چې هغه يې ډايريکټر او پروډيوسر هم و.

فېروز خان په فلمي نړۍ کې ځان ته خپل مقام لاره او په فلمونو کې يې کار هم په خپلو شرطونو ترسره کاوه، هغه په ځينو داسې فلمونو کې له کار کولو څخه انکار وکړ، چې د وخت مشهور هنرمندان دليپ کمار او نور پکې و، خو فېروز خان ونه غوښتل چې له دوى سره ګډ کار وکړي.

په ١٩٧٥ کال کې فېروز خان د (دهرماتما) په نوم فلم جوړ کړ، چې نه يوازې هغه پکې اداکاري کړې وه، بلکې پروډيوسر او ډايريکټر يې هم په خپله و.

دا لومړى ځل و چې يو هندى فلم په افغانستان کې جوړ شو او ويل کېږي چې دا په افغانستان کې جوړ شوى د هند تر ټولو غوره فلم هم دى. دا د خپل وخت يو کامياب او بريالى فلم و.

په وروستيو کې څه کلونه نوموړى له سينما ليرې و، خو په ١٩٩٨ کال کې هغه يو ځل بيا په سينما کې راښکاره شو او د خپل زوي فردين خان لپاره يې د (پريم اګن) په نوم فلم جوړ کړ، چې هغه يې فلمي نړۍ ته وړاندې کړ. د دې فلم پروډيوسر او ډايريکټر فېروز خان و.

 

په ٢٠٠٣ کال کې بيا نوموړي په (جانشين) فلم کې له خپل زوي فردين خان سره ګډ کار وکړ، چې ډايريکټر يې هم په خپله و.

د وروستي ځل لپاره فېروز خان په (ويلکم) فلم کې راښکاره شو، دا کامياب کومېډي فلم په ٢٠٠٧ کال کې نندارې ته وړاندې شوى و، چې د فېروز خان ډيالوګ (اوس خو زه ژوندى يم) پکې ډېر مشهور شوى و.

فېروز خان ته د هندي سينما وروستى او لوى (شو مېن) هم ويل کېده، هغه نه يوازې د اداکارۍ په برخه کې ځان منلى و او د لومړي کتار اداکار و، بلکې د فلمونو د جوړولو په برخه کې هم هغه خپل ځانګړى ځاى او نوم درلود.

فېروز خان په ١٩٦٥ کال کې د سندري سره واده کړى و چې په ١٩٨٥ کال کې يې طلاق ورکړ، له هغې څخه يې دوه بچي ول، چې يو هم پکې اداکار فردين خان دى. فردين خان که څه هم په ډېرو فلمونو کې کار کړى دى، خو د پلار په څېر مشهور نه شو.

د فېروز خان د وروڼو سنجى خان او اکبر خان تر څنګ د هغې وريرې سوزانى خان او وراره زيد خان هم په فلمونو کې کار کړى دى.

فېروز خان يو شمېر بېلا بېلې جايزې هم ترلاسه کړې وې. هغه په ٢٠٠٩ کال کې د جولاى په ٢٧مه نېټه د هند په بېنګلور کې ومړ او د هندي سينما يې غمژنه کړه.

کاپي هنرستان…