فېسبوکي پیسې جوړېږي

تاسې به د بېټګوین، ډېجېټل یا نورو انلاین پیسو په اړه اورېدلي وي، خو اوس فېسبوک هم پرېکړه کړې چې انلاین به کرپټو کرنسي خدمات وړاندې کوي.

د فېسبوک ادارې د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، د لېبرا په نوم به داسې ډېجېټل پیسې جوړې کړي چې په یوې ځانګړې پر لیکه بټوې کې به ځای پر ځای کېږي او د فېسبوک مسنجر تر څنګ به یې د وټس‌اپ له لارې لېږد را لېږد هم ممکن وي.

فېسبوک وايي، تر ۲۰۲۰ مېلادي کال پورې به د دې انلاین بانک له لارې د دې پېسو لېږد را لېږد دومره اسانه وي لکه پر ټولینزو رسنیو چې یو بل ته پیغامونه استول کېږي.

له فېسبوکه د خپرو شویو مالوماتو پر بنسټ زیاته شوې، د لېبرا په نوم پیسې به د ډېرې محدودې مالیې په بدل کې لېږدول کېږي او ښايي په دویم پړاو کې افلاین د پیر او پلور لپاره هم وکارول شي.

غربي رسنۍ لیکي، د لېبرا په نوم د فېسبوک دا انلاین پیسې د بلاک‌چين په نوم د نوې سافټویر ټکنالوژي په وسېله یو بل ته استول کېږي او ښايي د وخت په تېرېدو سره د دې پیسو خدمات نورو ټولنیزو رسنیو ته هم وغځول شي.

فېسبوک ويي، اوس ‌مهال په نړۍ کې له ۷۰ کروړه ډېر داسې کسان شته چې بانکي حسابونه نه‌ لري، خو نږدې هر یو ګرځنده موبایل ته لاسرسی لري چې د فېسبوک بانک په وسېله خپلې پیسې اسانه لېږدولای شي.