فېسبوک ته د تایلنډ چارواکو خبرداری

تایلنډ کې چارواکو فېسبوک ته خبرداری ورکړی، چې د دغه هېواد سلطنتي کورنۍ خلاف مواد دې لرې کړي که نه پر ضد به یې عدلي او قضايي ادارو ته عریضه وکړي.

فېسبوک ادارې ته تر راتلونکې سې شنبې وخت ورکړل شوی، چې ۱۳۰ هغه پاڼې لرې کړي، چې تایلنډ کې لیدل کېږي. فېسبوک ادارې ویلي له دوی نه تایلنډ حکومت د یو شمېر موادو لرې کولو غوښتنه کړې، خو په وینا یې که دغه مواد له ځايي قانون سره سم نه وي دوی به یې لرې کړي.

تایلنډ کې پر سلطنت نیوکې دې لړ کې د سختو قوانینو له مخې د سزا لامل کېدای شي. د دغو قوانینو له مخې دغسې کسانو ته د تر اوږده مهاله د زندان سزا ورکول کېږي.

د تایلنډ پوځي حکومت چې ۲۰۱۴ کال کې واک ته ورسېد د سطنت خلاف د نیوکو مخنیوي لپاره سخته تګلاره عملي کوي. دوی داسې زرګونه پاڼې بلاک کړې او ګڼ هغه کسان یې نیولي، چې پر فیسبوک خپاره شوي دغه ډول مواد یې له نورو سره شریک کړي او یا ان خوښ کړي دي.

تایلنډ کې شاهي کورنۍ غړو ته ډېر درناوی کېږي

د دغه هېواد د خپروونو او مخابراتو کمېسیون چارواکو رسنیو ته ویلي، فېسبوک ورسره د یو شمېر پاڼو تړلو کې همکاري کړې، خو په وینا یې ۱۳۰ داسې پاڼې لا هم دغه هېواد کې لیدل کېږي، چې له ځايي قانونه سرغړونه په کې شوې.

امریکايي انټرنېټ کمپنۍ وايي، دوی د موادو لرې کولو لړ کې خپله اوسنۍ پالیسي تعقیبوي. د تایلنډ قوانین د سلطنتي کورنۍ لوړ پوړو غړو ته د ګواښنې یا سپکاوي څرګندونو مخنیوی کوي.