فېسبوک د خبر خپرونکو د ملاتړ لپاره ۴.۵ ميلیون ډالره پانګونه کوي

ژباړه: عزت الله ذکي

فېسبوک د تېري جولای مياشتې په ۳۱مه اعلان وکړ، چې د خبر خپرونکو او خبر خونو د ملاتړ په پروګرامونو به ۴.۵ ميلیون ډالره پانګونه وکړي.

دا شبکه به د ۳ مياشتنۍ برنامې په لړ کې د خبري شبکو سره د مرستې، د خبر خپرونکو د ملاتړ او ياده شبکه کې د چټک غړيتوب اخيستلوپه موخه ۳.۵ پرداخت کړي او پاتې يو ميليون ډالر به هم د «نيوز مېچ» خبري شبکې په کمپاين ولګوي، کوم چې په متحده ايالتونو کې د غير انتفاعي خبر خونو لپاره بوديجې زياتوي.