فېسبوک مسنجر کې نوې ځانګړنه؛ پنځوس کسان په کې مخامخ ډله ييز بنډار کولی شي

نړۍ کې د کرونا ويروس په خپرېدو سره د نړۍ ټېکنالوژۍ شرکتونو هڅې پيل کړي، چې  د کاريالونو يا موبايل آپلېکېشونونو له لارې او نورو پرواګرامونو په وسيلې دغه ويروس سره د عامه پوهانوې او وقايي برخو کې مبارزه وکړي.

تازه فېسبوک په مسنجر آپ کې داسې ځانګړنه يا آپشن رامنځ ته کړی دی چې پنځوس کسان په يو وخت کې سره مخامخ بنډار په کې کولی شي. فېسبوک له دغه کار موخه د ګڼې – ګوڼې مخنېوی، د ناستو، غونډو او دفتري چارو برخه کې اسانيتا بللې ده.

د فېسبوک ادارې ويلي دي چې د دوی د شمېرونو له مخې له هغه وخت چې  نړۍ کې کرونا ويروس خپور شوی دی نو پر فېسبوک د خلکو ترمنځ وېډيويي اړيکې هم ډېرې شوې دي.

په تېر کې يو شمېر داسې پروګرامونه د انټرنېټي بريدګرو يا هکرانو په لاس ورغلي وو، خو فېسبوک وايي چې هڅې يې پيل کړې دي ترځو ډله ييز ويډيو کنفرانس خوندي وساتي.