قطر، روسيي، وینزویلا او سعودي د تیلو د تولید دبیو ثابت ساتلو پریکړه وکړه.

د تېلو توليدونکو څلورو هېوادونو سعودي، روسيې، قطر او وينزويلا د تېلو توليد د جنورۍ مياشتې په کچه د ثابت ساتلو پرېکړه کړې ده.

دغه پرېکړه د څلورو هېوادونو د وزيرانو له خوا د قطر پلازمېنه دوحه کې له ليدنې وروسته شوې ده.

د دغې پرېکړې هدف په مارکېټ کې د تېلو بيو ثابت ساتل ښودل شوي چې په تېرو څو مياشتو کې په تېزۍ سره لوېدلې وې.

په ۲۰۱۴ کال کې د يوه بېلر تېلو بيې ۱۱۶ ډالرو ته له جګېدو وروسته ولوېدې او وروسته ۷۰ سلنه کمی په کې راغی.

ويل کېږي د تېلو د قېمتونو لوېدل د تېلو د توليد زياتوالی، په مارکېټ کې د تېلو کمه غوښتنه او نړيوال اقتصادي حالت ښودل شوی دی.

د سعودي عربستان د تيلو وزير علي النعيمي ويلي چې “د جنورۍ مياشتې په کچه د تېلو توليد به د بازار لپاره کافي وي. موږ کوم لوی بدلون نه غواړو خو هيله مو ده چې د تېلو قېمتونه د غوښتنې په انډول او ثابت پاتې شي”.

د دغو ليدنو او خبرو سربېره د یوه بېلر خامو تېلو بيه چې وړاندې ۵ سلنه جګه شوې وه، ۲ سلنه يعنې ۳۲ ډالرو ته راو لوېده.

پر ايران د لګېدلو بنديزنو له لرې کېدو وروسته وېره وه، چې د تېلو بيې به په نړيوال مارکېټ کې نورې هم راپرېوځي.

ايران وايي غواړي راتلونکې اوونۍ د خپلو تېلو توليد د ورځې ۲۰۰ زره بېلره نور هم لوړ کړي.د بنديزونو له لرې کېدو وروسته اوس ایران اروپا ته هم د تېلو لېږد پیل کړی دی.

د وېنزويلا د تېلو وزير په روانو څو اوونيو کې د تېلو بيو د ثابت ساتلو په موخه د تېلو توليدونکو هېوادو ته په سفر تللی و.