قطرکې پرڅلورومواردو د طالبانو او امریکايي استازي ترمنځ خبرې روانې دي

د الجزیرې تلوېزون د راپور په اساس اوسمهال د طالبانو او امریکايي پلاوي ترمنځ د قطر هېواد په دوحه کې خبرې روانې دي.

د سرچینې په وینا تېره شپه تر ۹ نیمو بجو دواړو لوریو پر یو شمېر مسایلو بحثونه کړي چې مهم یې د چا پر وړاندې د افغان خاورې نه کاریدل، د ناټو او امریکايي ځواکونو وتل، بین الافغاني خبرې او اوربند وو.

وسله والو طالبانو او یا امریکا تر اوسه په دې اړه څرګندونې نه دي کړي؛ خو طالبانو ته یوې نږدې سرچینې ویلي چې دغه ډله دا ځل له امریکا واضیح او غوڅ ځواب غواړي.