قوي استخبارات

طنز

لیکنه: الیاس ریښتینی

غله خوپه هره زمانه او هر ځاې کې وي، خو په دې شپو ورځو کې يې بيا پېڅې رابډ وهلې وې ، سها ر به چې له کور ه را وو تلم د خلکو ترمنځ به شور ګډ ؤ، چې بېګا دفلاني کور او د بېستاني دوکان غلو وهلى دى.

ولسوال صېب دغلو له فعاليت څخه خبر شو، له نا چارۍ يې د جومات د لوډ سپېکر له لا رې په خلکو غږ وکړ، چې هر سړى دې په خپل کورکې دشپې بېدار اوسي او څوکېداري دې وکړي او دوکانداران دې ددوکانونو مخې ته څراغونه روښانه او ځوړند کړي ، ګوندې غله په رڼا کې غلا کولو ته زړه ښه نکړي .

ګل محمد اکا ته  ددې اعلان په اوريدو سر ه هغه متل وريا د شو، چې وايې: (خپل کور ساته همسايه غل مه نيسه)  نوخپل ځوې احمد جان ته يې وويل: بچيه زه نور مجبوره يم، چې په دوکان کې دشپې څوکېداري وکړم اوته هم کور ساته .

بل ماښام ګل محمد اکا له کوره تفانچه هم دځانه سره واخسته او دوکان ته ﻻړ. شپه نيمه شوه، خاموشي خپره شوه، غله رابېدار شول. ګل محمد اکاته خوب نه ورتلو، شپه پخه شوه او ور سره دپښو څپار هم پېل شو. د ګل محمد اکا دوکان چې دبازار په يوه ګوښه ځاې کې ؤ؛ خبرې اوڅپار ورو- ورو  ور نږدې کېده، تردې چې غله يې ددوکان مخې ته ودرېدل.

يوه غله وويل : لومړی به داڅراغ مړ کړو، چې څوک مو ونه پېژني بل وويل : لومړی به قلفونه په نښه کړو او بيا به څراغ مړ کړو، همداسې يې وکړل .

ګل محمد اکا چې ددوې خبرې واورېدې غږ يې وکړ څوک يۍ اودلته څه کوۍ ؟

او دهمدې خبرې سره سم يې د تفانچې لټ کش کړ، غله وپوهېدل، چې که ددوکان خاوند ډز وکړي، نو رسوا به شي، وتښتېدل.

ګل محمداکا تر سهاره همداسې بېدار پاتې شو ، کله چې سهار شو او له دوکان څخه را ووت، نو ګوري چې څو تنه عسکر يې ددوکان مخې ته ور ورسیدل او بې پوښتنې يې ګل محمد اکا له ځانه سره قومندانۍ ته بوت، د قومندان صېب مخې ته يې ودراوه  او ورته يې ورو پېژنده، چې هغه سړى دادى !

قومندان صېب، چې په څو کۍ کوږ ناست ؤ، ورڅخه سمدلاسه پو ښتنه وکړه؛ وايه کنه تفانچه دې څه کړه ؟

ګل محمد چې ديوه مجرم په څېر وار خطا شو وويل : قومندان صېب زه خو تفانچه نه لرم .

قومندان صېب وويل :ته غواړې چې اوس ماته دوکه را کړې هه ؟

ته نه یې خبر؟ زه داسې قوي استخبارات لرم، چې له هر څه په وخت خبرېږم.

ګل محمد ا کا، چې يوساده سړى ؤ په ورخطایۍ  يې وويل : ښه قومندان صېب هغه تېره ورځ چې د ناصر او هغه بله ورځ د نور محمد کور غلو وواهه، هغه غله څوک وو!!؟