قیس احمد د ویست انډیز کارابین سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه ترسره کړه

د ویسټ انډیز کارابین اووم پړاو شل اوریزې تجارتي کرکټ سیالۍ نن پیل شوې.

په دې سیالیو کې افغان لوبغاړی قیس احمد د اس ټي لوشیا سټار لوبډلې له خوا اخیستل شوی دی.

لومړۍ لوبه یې له ټرین باګو نایټ رایډرز لوبډلې سره کړه، چې پوره شل اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ورته د ۱۹۶ منډو هدف ورکړ.

د قیس اړوند اس ټي لوشیا سټار لوبډله یې په ترلاسه کولو کې پاتې راغله، ټول لوبغاړي یې په ۱۸م اور کې په ۹۵ منډو وسوځېدل او لوبه یې د ۱۰۰ منډو په غټ توپیر وبایلله.

قیس احمد دوه اورونو کې د ۲۴ منډو په ورکولو سره کومه ویکټ وانه خیسته او توپ وهنه کې یې په ۱۴ بالونو د یوې شپږیزې په مرسته ۱۵ منډې وکړې.

نوموړي تر اوسه پورې کومه شل اوریزه یا ۵۰ اوریزه نړیواله لوبه نه ده ترسره کړې، قیس له دې وړاندې یوه شل اوریزه لوبه په شپږیزه سیالیو کې د کابل بازانو لوبډلې لپاره د بند امیر خلاف ترسره کړې وه، هغه لوبه کې یې هم ویکټ نه وه اخستې، خو د سږکال ۱۹ کلنو په نړیوال جام سیالیو کې د ۱۴ ویکټو په اخیستلو سره مخکښ بالر و.

نصرت الله عمرزی