قیس احمد د کارابین سیالیو د نن ورځې لوبه کې دوه لوبغاړي وسوځول

د ویسټ انډیز کاربین شل اوریزو تجارتي کرکټ سیالیو کې د قیس احمد اړوند اس ټي لوشیا سټارس لوبډلې د بارباډوس ټرایډینټس لوبډلې ته په ۳۸ منډو ماتې ورکړه.

دې لوبه کې سټارس لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره بارباډوس لوبډلې ته د ۲۲۷ منډو هدف ورکړ.

توپ وهنه کې لوبډلمشر کیرن پورلارډ په ۵۸ بالونو د ۸ شپږیزو او ۶ څلوریزو په مرسته ۱۰۴ منډې وکړې.

بارباډوس لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره یواځې ۱۸۸ منډې جوړې وکړې او هدف یې پوره نه شو کړای.

توپ اچونه کې افغان ورو توپ اچونکي قیس احمد خپلو ۴ اورونو کې د ۲۹ منډو په ورکولو سره دوه ویکټې واخیستې.

قیس احمد د خپلې اس ټي لوشیا سټارس لوبډلې لپاره له پنځو لوبو څخه په څلورو کې توپ اچونه ترسره کړې او ټولټال یې پنځه لوبغاړي سوځولي دي.

خبریال: نصرت الله عمرزی