په دې لوبه کې ګویانا امازون واریورز لوبډلې د قیس احمد اړوند اس ټي لوشیا سټار لوبډلې پوره شل اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۱۴۲ منډو هدف ورکړ.
د لوشیا سټار لوبډلې لپاره افغان ورو توپ اچونکي قیس احمد ښه توپ اچونه وکړه.
څلور اورونو کې یې د ۱۵ منډو په ورکولو سره ۳ لوبغاړي وسوځول.
اس ټي لوشیا سټار لوبډله د هدف ترلاسه کولو کې پاتې راغله؛ شلو اورونو کې یې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره یواځې ۱۳۸ منډې وکړې او لوبه یې د درې منډو په توپیر وبایلله.
قیس احمد په توپ وهنه کې هم په څلور بالونو د یوې شپږیزې په مرسره ۹ ناسوځېدلې منډې وکړې.
که چیري دا لوبه اس ټي لوشیا سټار لوبډلې ګټلی وای، ښایي قیس احمد به د لوبې غوره لوبغاړی ټاکل شوی وو.
په کارابین سیالیو کې دا د قیس احمد دویمه لوبه وه.
خبریال: نصرت الله عمرزی