كره كتنه ادب اوواقیعت

لیکوال :رحمت الله حکیمي

كره كتنه او څيړنه  ژبنی هنر چې احساسات او عواطف راویښوي ادب بلل کیږي ، ادیب هغه کس دی چې دژوند دهرې شېبې او حالت دانځورونې وړتیا لري او د ادا په بیل طرز واقیعت بیانوي ، ډیری نالوستې او عام وګړي فکر کوي ، چې ادبیات یوازې شعر دی ، یا وایي چې ادبیات له واقیعت نه لرې خبرې دي . شعردادبیاتو په نړۍ کې دیوهیواد حیثیت لري چې دکل سره  یې تړاو موندلی ، چې دخیالي اوتخلیقي ادب اغیزمن منظوم ژانر بلل کیږي .

بله داچې ادبیات هم واقیعت بیانوي ، چې په سرسري اوظاهري ډول خلکو ته دغه بیان له واقیعته لرې ښکارې ؛ خو داسې نه ده که دوه کسان

یوه کروندګر ته دهغې دوچې کروندې په اړه وایي ممکن عادي کس ورته ووایي چې ( کرونده دې وچیږي اوبه غواړي ) خو که یو ادیب ددغه کروندې دوچوالي حال بیانوي ممکن کروندګر ته ووایي چې : ( کرونده دې اوبو ته داسې تږې ده لکه زه مې دمور مینې ته)

دلته دواړو جملو یو مفهوم اداکړی ، یوازې دادا طرز یې توپیر لري ، دلومړۍ جملې کشش اوجذابیت ددهقان دپاره ډیر د ی یو خو کروندګر ته دخپل کسب سره مینه ورښيي ، بله داچې په اغیزمنه اوتاثیراتي ژبه دکروندګر سترګې دوچې کروندې په لور ور اړوي .

تاثیراتي او عاطفي ژبه زړونه رهبري کوي ، ادبیات دزړه  سره سروکار لري ، چې وروسته دفکر اوخیال په لور خپل هنري عسکر لیږي  ادیب په لوستونکي باندې دخپلې لیکنې او ویناله لارې قلبي تمایلات واردوي اودقناعت په پوله یې دروي .

ځیني کسان چې ادب له واقیعت څخه لرې بولي ممکن دادبیاتو له اصلي ماهیت څخه ناخبره وي دمازدیګر په اخرو کې لمر لویږي ، چې دایوواقیعت دی ، چې عام او نالوستي کسان وايي (لمر لویږي . )  ادیب یا هنر مند په دغه جمله کې هم دتاثر زړي پټوي وايي( لمر د دنګو چنارونو او هسکو غرونو څخه لمن ټولوي . )

کاظم خان شیدا وايي :

دافتاب په کمند نه خېژم اسمان ته ـــ  نه ږدم بار لکه شبنم په دوش دګلو

که دپورته بیت سره علمي قضاوت یا سرسري منطق وشي نو ممکن یو کس ووایي ، چې ( دلمر په مراندو خو هسې هم څوک اسمان ته نه خیژي ) دلته څنګه شاعر داسې ویلي چې نه خیژم اسمان ته اصلاً ختلی نشي  ؛ خو داسې نه ده شیداهم وايي چې که اسمان خپل هدف وګڼم نو دلمر په مراندو نه ورخیژم په خپلو مټو اوفکر اتکا کوم ، دبل په مټ ځان هدف ته نه رسوم لکه شبنم چې دګلانو په اوږ و بار وي که غور وکړو ډېره ژوره کنایي وینایې کړې ، شبنم کم عمر لري علت یې دادی چې دبل په اوږو باردی چې دلمر سترګه پرې راوخیژي بیرته دګلاب پښو ته لویږي ، نو شیداهم وايي چې ( دلمر په مراندو اسمان ته نه خیژم ، الله (ج) دې دومره متانت اوقوت راکړي چې خپل هدف ( کنایه شوي اسمان ) ته په خپله وخیژم نه دبل په اوږو .

موږ ددې پاره خلق شوي یو ، چې خپل رب ته سر ټیټ کړو ، چې دغه سرټیټیدنه مو ابدي ژوند جوړوي چې داواقیعت کله دممبر له لارې ملا صاحب راته وايي ، کله یې مور اوپلار یا ښوونکی راته وايي شاعر بیا همدا وقیعت څومره خوږ راښي وايي :

لکه سیند تندی وهه په سینه درومه ـــ  داکوه چې دادې کار دی لارویه

( سالک صاحب )

د حضرت جامي (رح ): ددې وینا څخه (( که اکذب اوست احسن او )) هدف دانه دی چې ښکلا په دروغو کې ده ، جامي صاحب وایي ادیب چې په خپلو ویناوو او لیکنو کې دتشبیهاتو ، کنایو اواستعارو څخه کار اخلي او دهمدغه تاثیراتي عناصرو په اوږو دحق په پوله دریږي ، چې په مجازي اوظاهري ډول خلکو ته دروغ ښکاري ، په حقیقت کې دواقیعت داظهار دپاره هڅه ده .

دپښتو هنري ادب دویمه لنډه کیسه ( کونډه نجلۍ ) دزاخیلي صاحب لیکنه ده ، چې دکیسې کرکټر مرغۍ داوبو سره خبرې کوي ورته وایي : (( غیږه راته خلاصه کړه ، زما دپاره نور داوسیدنې ځای نشته ))

په پورته خبرو کې دتشخیص صنعت پروت دی ، چې مرغۍ دابو سره داسې خبرې کړي لکه څوک یې چې دیوه شخص سره کوي ، مګر په حقیقت کې له اوبو سره خبرې نه کیږي ، دلته لیکوال هغه واقیعت راسپړي چې مرغۍ دپښتني ناوړه دودونو له امله سیند ته ځان غورځوي ، چې ددغه ناوړو دودونه په واقیعتي ډول زموږ په ټولنه کې لیدل کیږي .

دالفت صاحب د( بې ګناه بندي ) په لیکنه کې دفکر دازاۍ درس پروت دی ، چې نوموړي لیکوال فکر دیوسف ( ع ) سره تشبه کړی ، ځکه یوسف ( ع) هم بې ګناه دزندان تیاروته وغورځول شو ، دلیکوال موخه داده ، چې فکر ته ازادي ورکړئ ، دا داسې شی نه دی ، چې ټولنې ته دښیګڼو په ځای بدګڼي راوړي ، دبې ګناه بندي کلمه نالوستي اوعام کسان په تعجب کې اچوي چې فکر څه قسم بندیږي ، هغه هم چې ګناه ونه لري ، خو په واقیعت کې الفت صاحب دبلواک فکر دورکیدودخپلواک او  روڼ فکر دراټوکیدو درس راکوي وايي :

هرڅه مې کې وژنې خیال اوفکر مې مه وژنه

په دې کې مې وطن ته لوی تاوان لیدلی دی

همدارنګه علامه اقبال لاهوري وايي : کله چې قومونه له فکر کولو څخه محروم شي تباه کیږي .

دپورتنیو څرګندونو څخه ښکاري ، چې سپیڅلی اومهذب ادب دټولنې هغه روح دی چې دواقیعت په پوله ولاړ وي ، ادیب یا هنرمند واقیعت بیانوي یوازې د ادا طرز یې بیل دی .