لارنس:پاکستان به د خپل روزل شوو ترهګرو له لوري له منځه وړل کېږي

د امریکا یو متقاعد نظامي چارواکي لارنس سلین شیکاګو ټریبیون ته په یوه لیکنه کې ویلي، چې پاکستان تل هڅه کړې پر افغانستان خپل نفوذ ولري او په دې هېواد کې یې د شته وسله والو ډلو ملاتړ کړی دی.

د نوموړي په وینا پاکستان د شوروي اتحاد له یرغل وروسته تر دې دمه هڅه کړي په افغانستان کې دوسله والو ډلو ملاتړ وکړي او دا یې د بهرني سیاست یوه برخه ده.

لارنس وايي، پاکستان دې په دې خبر هم پوه شي، هغوی چې د وسله والو ملاتړ کړی دی همدې وسله والو یوه ورځ له منځه وړي دي.

دده په باور پاکستان به د هغو وسله والو له لوري له منځه وړل کېږي چې پخپله پاکستان یې پالنه کړې ده.

لارنس پخپله لیکنه کې وايي، پاکستان دې ته هم لیوالتیا نه لري، چې له امریکا سره مرسته وکړي، برعکس اوس چین د خپل سیمه ییز ملاتړي په توګه پېژني نو له همدې امله هڅه کوي په افغانستان کې امریکايي ځواکونه تر فشار لاندې راولي او دوی له سیمې وباسي.

دغه پخوانی امریکایی نظامي وايي، پاکستان همدا راز له وسله والو په استفادې هڅه کوي ډیورنډ فرضي کرښې ته رسمیت ورکړي، په بلوچستان کې ګډوډۍ جوړې کړي، د دې سیمې مشران ترور کړي، آی. ایس. آی په دې برخه کې پوره کار کوي او هڅه یې دا ده، چې د چین سترې پروژې ته زمینه برابره کړي.

کاپي: خبریال . کام