لاسي لیکل شوی متن په څو ثانیو کې خپل مبایل ته واستوئ، ګوګل نوی بڼه معرفي کړه

ګوګل یوه په زړه پوری بڼه معرفي کړې، اوس په لاس لیکل شوي متن په څو ثانیو کې مبایل او کمپیوټر ته ليږدول کیدی شي.

د ګوګل شرکت نوې بڼه ګوګل لینز Google Lens په مرستې سره د کاغذ څخه مبایل او کمپیوټر ته متن لیږل ډیر اسانه شوي دي.

د ګرځنده ټلیفون کیمرې په مرستې سره کاغذ باندې په لاس لیکل شوي متن عکس واخلئ، او د کاپي تڼۍ باندې ګوته کیکاږۍ، په کاغذ کټ مټ متن به ډيجيټل متن ته کاپي شي او هر چیرې یې چې غواړئ هلته یې پیسټ کولی شئ.

د ګوګل دغه بڼه د مصنوعي استخباراتو په واسطه لاسي لیکل له پیژندلو وروسته هغه په ډیجیټل لیکنه بدلوي. ګوګل دا هم منلې چې حتی داسې پرمختللي ایپ هم د ښوونځیو د ښوونکو په څیر د خراب لاسي لیک لوستلو توان نلري.

د یادونې وړ ده چې ګوګل لینز یو بل په زړه پورې اپشن دا هم لري چې که تاسو سره یو شی موجود وي خو په اړه یې معلومات پیدا کول غواړئ، یا ورته عکسونه موندل غواړئ، نو ګوګل لینز ته د ننوتو سره په کیمرې د هغه شي عکس واخلئ، تاسې به ټول معلومات او ورته عکسونه ووينئ.

هیره دې نه وي چې ګوګل لینز پښتو لاسي لیک هم ډيجيټل لیک ته اړولئ او ژباړلئ شي، فعلا ګڼې ستونزې لري خو هیلې شته چې په آينده کې به دا ستونزې حل شي.