لاس نیولو سره د یو چا له روغتیا ځان خبر کړئ!

کوم کس چې بل ته د مصافحې لپاره لاس ورکوي، د لاس پیاوړتیا ته په کتو سره یې ډیرې ناروغتیاوې معلومولی شو.

سکاټلینډ کې یوې روغتیایي څېړنې په ګلاسکو پوهنتون کې تر سره شوې ویلي، د لاس نیولو سره د زړه، سږو او سرطان په څېر وژونکو ناروغیو وړاندوینه کیږي تر څو له وړاندې یې مخنیوی وکړو.

د لاسونو پیاوړتیا د زړو کسانو د فزیکي کمزورتیا له امله د ناروغتیا لامل کیږي.

څېړونکو موندلې چې د ځوان روغتیایي معلومات او ستونزې له دې لیارې معلومولې شو.

څېړونکو ویلي، لاس نیولو سره څرګندونه کیږي چې راتلونکې کې کوم کس د کومې ناروغۍ ښکار کیږي.

څېړونکي زیاتوي، لاس د ویني رګونو سره اړیکه لري او د دې اړوند چې کومې ناروغتیاوې وي معلومیږي او پایله یې له اټکل سره سمه خیژي.

څیړنه کې د ۲۰۰۷ نه ۲۰۱۰ کلونو تر مینځ له لکونو کسانو سره د لاس ورکړې څېړنه شوې او له کلونو راهیسې د هغوي د ژوند په اړه ترې پوښتنې شوي، په دې موده کې ۳ سلنه کسان مړه شوي او د ۶ سلنه کسانو زړه د ناروغۍ درملنه شوې، په دوی کې ۲ سلنه په تنفسي ناروغیو او ۶ سلنه کسان د سرطان په ناروغیو اخته و، د څېړنې پایله په برټش میډیکل مجله کې خپره شوې.

د خوراکي توکو، د ناستې وخت، عمر او داسې نورو ته په پام سره څېړونکو د غړو د کمزورتیا لامل په ګوته کړی او ویلي یې دي، چې په نارینه و کې ۲۶ او په ښځو کې ۱۶ کیلو ګرامه د لاس پیاوړتیا له امله د ناروغیو معلومول شوني دي.

د ۵ کیلو ګرامه د لاس پیاوړتیا په پام کې نیولو سره د زړه ناروغي چې په ښځو کې د ۱۹ سلنه او نارینه و کې ۲۲ سلنه زیاته شوې ده، د تنفسي ناروغتیا ګواښ په ښځو کې ۳۱ سلنه او په نارینه و کې ۲۴ سلنه زیاته شوې، همدارنګه د سرطان ناروغۍ په اړه ښځې ۱۷ سلنه او نارینه ۱۰ سلنه دي.

کاپي ځلاند ویب پاڼه

لیکوال:ځلاند وېبپاڼه