لالیګا:الاویس، لیوانتې ته ۲-۰ ماتې ورکړه

د لالیګا لیګ فوټبال سیالیو په دوام الاویس لوبډلې لیوانتې ته دوه د صفر په نتجې سره ماتې ورکړه او د جدول شپږم مقام ته پورته شوه.

الاویس لوبډلې ته دې لوبه کې لومړی ګول لومړۍ نیمایي کې لګواردیا ۲۳مه دقیقه کې او دویم ګول ورته دویمه نیمایي کې په ۹۰ جمع ۳ دقیقه کې مینیدیز وواهه.

لوانتې لوبډلې ټوله لوبه کې یو ګول هم ترسره نه شو کړای.

لالیګ لیګ کې شل لوبډلې دي، چې په لومړي مقام کې یې بارسلونا دویم کې ریال مادرېد، درېیم کې اتلتیکو مادرېد، خو الاویس لوبډله شپږم او لیوانتې په ۱۴ مقام کې ځای لري.

نصرت الله عمرزی