لالیګا: بارسلونا لوبډلې ایسپانیول ته ۴-۰ ماتې ورکړه

د فوټبال پیاوړې لوبډلې بارسلونا لالیګ لیګ کې په ایسپانیول څلور ګولونه ووهل او بریا یې خپله کړه.

دوی ته دوه ګولونه نامتو لوبغاړي لیونیل میسي د لوبې په ۱۷مه او ۶۵مه دقیقه کې وکړل.

یو ګول ورته دیمبالي په ۲۶مه او یو ګول لویز سواریز په ۴۵مه دقیقه کې وکړ.

ایسپانیول لوبډلې دې لوبه کې یو ګول هم ونه شو وهلی او لوبه ۴ د صفر په نتیجې سره د بارسلونا په ګټه پای ته ورسېده.

بارسلونا لوبډلې په  دې سیالیو کې ۱۵ لوبې کړي، ۹ یې ګټلي، ۴ یې مساوي شوي او دوه بایللي دي، چې په ۳۱ نمرو د جدول سر کې ځای لري.

د تېرې شپې نورو لوبو کې اتلتیکو مادرید الاویس ته درې صفر ماتې ورکړه.

سلتا ویګو له ویاریال څخه درې د دوه مقابل کې لوبه وګټله او د ویلنسیا او سیویا لوبډلو ترمنځ لوبه یو په یو مساوي پای ته ورسېده.

نصرت الله عمرزی