لالیګا: د سلتا ویګو او خطافي ترمنځ لوبه یو په یو مساوي شوه

د لالیګا لیګ سیالیو په دوام کې تېره شپه یوه لوبه ترسره شوه.

دا لوبه، چې د سلتا ویګو او خطافي ترمنځ وه لومړی ګول پکې سلتا ویګو ته ګومیز ګونزالیز ۳۳مه دقیقه کې وکړ.

خطافې لوبډلې ته ماتا ۷۸یمه دقیقه کې ګول وکړ.

له دې ګول وروسته تر اخره کومې لوبډلې ګول ونه شو وهلی او لوبه په همدې ترتیب یو په یو په مساوي توګه پای ته ورسېده.

لالیګا د فوټبال مشهور لیګ دی، چې شل لوبډلې پکې یو د بل پر وړاندې لوبیږي.

بارسلونا لوبډله په روانو سیالیو کې د ډیرو امتیازونو په لرولو سره د جدول په لومړي مقام کې ده.

سلتا ویګو په اتم او خطافي لوبډله په نهم مقام کې ځای لري.

نصرت الله عمرزی