لالیګا: رایو ویلکانو ایبر ته ۱-۰ ماتې ورکړه

د هسپانیه د لالیګا لیګ مشهورو فوټبال سیالیو کې رایو ویلکانو لوبډلې په ایبر یو ګول وکړ او لوبه یې ترې وګټله.

د دې لوبې لومړۍ نیمایي صفر په صفر پای ته ورسېده، خو دویمه نیمایي کې رایو ویلکانو ته ایمباربا په ۵۳مه دقیقه کې ګول وکړ.

له دې وروسته ایبر لوبډلې ډېره هڅه وکړه، چې د لوبې د مساوي لپاره ګول ترسره کړي، خو ونه توانېده او لوبه یو د صفر په نتیجې سره د رایو ویلکانو په ګټه پای ته ورسېده.

په یاد لیګ کې له څلور ورځني ځنډ وروسته تېره شپه همدا یوه لوبه ترسره شوه.

لالیګا لیګ کې سیویا لوبډله په ۲۶ نمرو د جدول په لومړي او بارسلونا لوبډله په ۲۵ نمرو د جدول په دویم ځای کې قرار لري.

نصرت الله عمرزی