د لالیګا لیګ د تېرې شپې لوبه کې ریال سوسیداد په اتلتیکو درې ګولونه ووهل، خو اتلتیکو مادرید یواځې یو ګول وکړ.
ریال سوسیداد ته اویارزابل د لوبې ۳۰مه او ۷۴یمه دقیقه کې پنالتي ګولونه وکړل.
دریم ګول سنګالي ۴۷مه دقیقه ووهلو.
د اتلتیکو بلبو لپاره یواځې یو ګول د لوبې ۳۲مه دقیقه کې موناین وکړ.
لوبه په همدې ترتیب درې د یو ګول وهلو مقابل کې د ریال سوسیداد په ګټه پای ته ورسیده.
ریال سوسیداد له اتو څخه د درې په ګټلو سره د جدول په اتم او اتلتیکو بلبو له ۷ څخه د یوې په ګټلو سره د جدول په ۱۶م مقام کې ځای لري.
نصرت الله عمرزی