دې لوبه کې یواځې یو ګول ریال سوسېداد لوبډلې وکړ.
دا ګول د لوبې په ۶۴مه دقیقه کې مرینو ووهلو.
د ایس ډي هوسکا لوبډله له ډیرو هڅو سره سره د لوبې تر پایه په کوم ګول وهلو بریالۍ نه شوه او لوبه یې یو د صفر مقابل کې ریال سوسېداد ته وبایلله.
سوسېداد لوبډلې په لالیګا لیګ کې ټولې ۵ لوبې کړې، چې دوه یې ګټلي دوه یې بایللي او یوه یې په مساوي توګه پای ته رسېدلې ده او د جدول په ۶ مقام کې ځای لري.
هوسکا لوبډلې له ۵ څخه درې بایللي یوه یې ګټلې او یوه یې مساوي کړې، چې د جدول په ۱۶م مقام کې ځای لري.
خبریال : نصرت الله عمرزی