لالیګا: سیویا الاویس ته په ماتې ورکولو لومړي مقام ته ورسېده

د هسپانیا لیګا لیګ مشهورو فوټبال سیالیو کې سیویا لوبډلې الاویس ته یو د صفر ګول پر وړاندې ماتې ورکړه.

د دې لوبې لومړۍ نیمایي کې سیویا ته په جارډن په ۳۷مه دقیقه کې ګول وکړ.

له دې ګول وروسته دواړو لوبډلو له هڅو سره سره هم کوم ګول ترسره نه شو کړای او لوبه یو د صفر پر وړاندې د سیویا په ګټه پای ته ورسېده.

سیویا لوبډلې په روانو سیالیو کې په دې بریا سره له څلور درې لوبې وګټلې او جدول کې لومړۍ شوه.

په دغو سیالیو کې ټولې شل لوبډلې دي او الاویس لوبډله یې په یولسم مقام کې ځای لري.

د همدې سیالیو په نورو لوبو کې ایسپانیول ایبر ته دوه پر یو، ګراندا سلتا ویګو ته دوه پر صفر ماتې ورکړه.

خو د اوساسونا او ریال وایډولېډ او د خطافې او ریال بتیس ترمنځ لوبه یو په یو ګول مساوي پای ته ورسېدې.