لالیګا: سیویا لوبډلې ایسپانیول ته په ماتې ورکولو د جدول دویم ځای خپل کړ

د هسپانیه د لالیګا لیګ فوټبال سیالیو کې سیویا لوبډلې په ایسپانیول دوه ګولونه ووهل لوبه یې وګټله او د جدول دویم ځای یې خپل کړ.

د دې لوبې په لومړۍ نیمایي کې په ۳۸مه دقیقه کې ایسپانیول لوبډلې ته قوینتاس په ګول وهلو بریالی شو.

په دې سره لومړۍ نیمایي د ایسپانیول په ګټه وه، خو دویمه نیمایي کې پرې سیویا دوه ګولونه ووهل.

دوی ته لومړی ګول په ۷۰یمه دقیقه کې میرکادو او دویم ګول ورته په ۸۹یمه دقیقه کې بین یادر ووهلو.

لوبه په همدې ترتیب دوه د یو مقابل کې د سیویا په ګټه پای ته ورسېده او د جدول دویم ځای یې خپل کړ.

په نورو لوبو کې ریال بتیس، بارسلونا ته ۴ د ۳، الاویس، ایس ډي هوسکا ته ۲ د ۱ او ریال مادرید، سلتا ویګو ته ۴ د ۲ ګولونو مقابل کې ماتې ورکړه، خو د ویاریال او رایو ویلکانو لوبډلو ترمنځ لوبه دوه په دوه مساوي پای ته ورسېده.

خبریال : نصرت الله عمرزی