د هسپانیه د لالیګ لیګ فوټبال سیالۍ له ۱۲ ورځو دمې وروسته نن شپه د سیلتا ویګو او الاویس لوبډلو ترمنځ په لوبې سره پیلیږي.
دا سیالۍ، چې شل لوبډلې پکې یو د بل پر وړاندې لوبیږي د روان ۲۰۱۸ کال د اګسټ میاشتې په ۱۷مه نېټه پیل شوي او د ۲۰۱۹ کال د مۍ میاشتې تر ۱۹مې نېټې پورې به دوام وکړي.
د لالیګ لیګ ویب پاڼې د معلوماتو له مخې په روانو سیالیو کې تر دې دمه سیویا لوبډله په لومړي، بارسلونا دویم او اتلتیکو مادرید لوبډله په دریم مقام کې ځای لري.
خبریال : نصرت الله عمرزی