لالیګا لیګ: لیګانېس ریال بتیس ته ۳-۰ ماتې ورکړه

د هسپانیا د لالیګا لیګ فوټبال کې د نیسري په ښې لوبې کولو سره لیګانېس ریال بتیس ته ماتې ورکړه.

په دې لوبه کې نیسري د ګولونو هټرک وکړ.

نوموړي خپل لومړی ګول د لوبې ۲۲مه، دویم ګول یې په ۳۶مه او درېیم ګول یې په ۶۶مه دقیقه کې وواهه.

ریال بتیس لوبډلې دې لوبه کې یو ګول هم ترسره نه شو کړای او لوبه درې د صفر په نتیجې سره د لیګانېس لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېده.

د همدې سیالیو په نورو لوبو کې د اتلتیکو بلبو او بارسلونا ترمنځ لوبه صفر په صفر د سیویا او ایبر ترمنځ لوبه دوه په دوه او د ویلینسیا او ریال سوسېداد ترمنځ لوبه هم صفر په صفر مساوي پای ته ورسېده.

خبریال : نصرت الله عمرزی