د ایبر او ریال سوسیداد ترمنځ لوبه کې لومړی ګول ریال سوسیداد لوبډلې وکړ.
دا د لوبې ۱۵مه دقیقه وه، چې ویلین جوسي پنالټي ګول کړ.
ایبر لوبډلې ته لومړی ګول د لوبې په ۲۶مه دقیقه کې کاردونا ووهلو او دویم ګول ورته د لوبې ۹۰ مثبت یو دقیقه کې چارلیس وکړ.
له دې وروسته کومې لوبډلې ګول ونه شو وهلی او لوبه دوه د یو ګول مقابل کې د ایبر لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده.
بله لوبه کې جیرونا لوبډلې ویا ریال لوبډلې ته یو، صفر ماتې ورکړه.
جیرونا ته د لوبې په ۵۴مه دقیقه سټواني ګول وکړ.
ویا ریال لوبډلې دې لوبه کې کوم ګول ونه شو وهلی او لوبه یې وبایلله.
د لالیګا لیګ ویب پاڼې د معلوماتو له مخې د تېرې شپې بله لوبه یې د خطافې او ریال وایډولیډ لوبډلو ترمنځ بې له ګول وهلو صفر په صفر مساوي پای ته ورسېده.
خبریال: نصرت الله عمرزی