د لالیګا لیګ کې د فوټبال مشهور کلب بارسلونا په اس ډي هوسکا لوبډلې د ګولونو باران وکړ.
دې لوبه کې بارسلونا ۸ او هوسکا لوبډلې دوه ګولونه ووهل او لوبه ۸ـ۲ مقابل کې د بارسلونا په ګټه پای ته ورسېده.
د بارسلونا لپاره درې ګولونه لویز سواریز او دوه ګلونه لیونیل مسي ووهل.
دا په روانو لالیګا لیګ سیالیو کې د بارسلونا پرله پسې درېیمه بریا وه او جدول لومړی مقام یې هم خپل کړ.
په نورو لوبو کې ریال بتیس، سیویا ته یو د صفر او الاویس، اسپانیول ته دوه د یو ګول مقابل کې ماتې ورکړه، خو د لیوانتې او ویلینسیا تر منځ لوبه دوه په دوه مساوي پای ته ورسېده.
د لالیګا لیګ ویب پاڼې د معلوماتو له مخې د روانې سپتمبر میاشتې په ۱۴مه نېټه به اس ډي هوسکا لوبډله د رایو ویلکانو لوبډلې سره سیالي ترسره کړي.
نصرت الله عمرزی