د لالیګا لیګ فوټبال سیالیو د تېرې شپې لوبو کې ایبر لوبډله په دې وتوانېده، چې الاویس ته دوه د یو ګول مقابل کې ماتې ورکړي.
په دې لوبه کې لومړی ګول الاویس لوبډلې د لوبې پيل سره سم په څلورمه دقیقه کې منندیز ووهلو.
لومړۍ نیمایي یو د صفر مقابل کې د الاویس په ګټې پای ته ورسېده، خو دویمه نیمایي کې ایبر لوبډلې دوه ګولونه ووهل او الاویس کوم ګول ونه شو وهلای.
لوبه په همدې ترتیب دوه د یو ګول مقابل کې د ایبر په ګټه پای ته ورسېده.
د تېرې شپې نورو لوبو کې د ویاریال او لیوانتې د ایس ډي هوسکا او خطافې لوبډلو ترمنځ لوبې یو په یو د ریال سوسېداد او سیویا ترمنځ لوبه صفر په صفر او د ریال بتیس او سلتا ویګو لوبډلو ترمنځ لوبه درې په درې ګولونو وهلو سره مساوي پای ته ورسېده.
نصرت الله عمرزی