لاندې ۵ نښې ددې ښکارندويي کوي چې موږ يوازېتوب ته اړتيا لرو

ژباړه: روح الله دروېش بدلون

 

موږ ټول ګڼ مصروفيتونه لرو او ژوند مو له بېلابېلو مسايلو سره تړل شوى دى؛ خو ددې مصروفيتونو تر څنګ خپل وخت د نورو د اړتياوو د پوره کولو لپاره هم ځانګړى کوو.

دا همداسې دوام مومي، يو وخت داسې ځاى ته رسېږو چې د ساده کار د ترسره کولو اړتيا هم په خپل ځان کې نه وينو.

څه فکر کوى د دې خبرې علت څه دى؟

کېداى شي تر ټولو لوى دليل دا وي چې په دې مشغوليتونو کې ورکېږو لو دا مو هېر کړي وي چي موږ هم يوازېتوب ته ضرورت لرو.

ننى مقاله د همدې لپاره ځانګړې شوې ده، په دې مقاله کې د هغه هنرمند تجربې لولو چې په دې ستونزه بريالى شوى دى.

هغه مو له پنځو داسې نښو نښانو خبروي چې ښيي جسمي او روحي يوازېتوب ته اړتيا لرو.

لمر په معمولي ډول ډوبېږي او ماښام کېږي، خاوند مې په پخلنځي کې په کار بوخت دى، زوى مې په اتاق کې لوبې کوي او زه په خوب خونه کې مطالعه کوم يا هم کالي ترتيبوم، خاوند مې راځي دڅه په اړه پوښتنه رانه کوي يا هم ماشوم د لوبو پر مهال غالمغال کوي.

په داسې حالاتو کې بې اختياره رانه ويل کېږي، اه بيا يې پيل وکړ او احساس کوو چې د وينې آدرنالين مو نور هم لوړېږي.

دا بې اختياري ددې ښکارندويي کوي چې تحمل مو کم شوى او يوازېتوب ته اړتيا لرو.

په هغه چاپېريال کې چې مور، خاوند او اولادونه ژوند راسره کوي دا طبعي ده چې له دمې پرته به کار کوو؛ خو دا هم ډېره ضروري ده چې خپل ځان هېر نه کړو چې دغه خپل ځان نه هېرول کله دا مانا هم لري چې له هر څه لرې شو، يوازې کېنو او تنها واوسو.

دغه يوازېتوب د مسير په طى کولو کې يو نوى قوت راکوي،

 

که چېرې له دې څخه غافل شو ددې امکان ډېر دى چې د ستړيا احساس وکړو او د جسمي او ذهني اړخه کمزوري شو.

خو؛

څنګه وپوهېږو چې موږ يوازېتوب ته اړتيا لرو؟

له نېکه مرغه زه په دې توانېدلې يم چې معلوم کړم څه وخت موږ يوازېتوب ته اړتيا لرو

کله چې زه د خپل زغم له اندازې ډېره په هڅه کې يم بايد له کاره لاس واخلم او لږ ځان ته هم فکر وکړم.

ددې اړوند پنځه هغه نښې نښانې چې ښايي تاسو هم ورسره بلد ياست يا زما له تجربو ګټه واخلى درپېژنم.

1ـ کله چې يو شى خپل پخوانى زړه راښکون ونه لري،

کله چې داسې څه نشو موندلى چې موږ ته په زړه پورې وي دا ددې مانا لري چې جسمي او روحي يوازېتوب ته اړتيا لرو، دا لومړى نښه ده چې راته جوتوي ترڅو يوازې واوسو.

په دې وخت کې امکان لري له خپل کاره زړه توري شو، سستي او ټنبلي وکړو يا هغه کارونه چې مخکې مو مينه ورسره درلوده، شاته پرېږدو او داسې احساس وکړو هغه ټوله انرژي مو ختمه شوې ده چې ددې کار د ترسره کولو لپاره مې درلوده او يو نوى کار بايد ترسره کړم.

کله چې داسې يو احساس راته پيدا کېږي، ددې ښکارندويي کوي چې يوازېتوب ته اړتيا لرو، شايد دا يوازېتوب کتابخانې په تلو، قدم وهلو او يا هم د نورو هنري کارونو ته په په کتلو ترسره شي.

که په قاطع ډول ووايو چې لږ يوازېتوب او د هغو شيانو تر څنګه پاته کېدل چې زموږ زړه ته ښکته شي د خلاقيت قوه مو لا پياوړې کوي.

2ـ په کور مې مو ډېرو خوږو خوراکي توکو ته زړه کېږي.

کله چې زموږ د چاکلېټو او نورو ډېرو خوږو شيانو خوړلو ته زړه وشي، بايد له ځانه سره فکر وکړو چې په زړه او ذهن کې مو څه راګرځي.

 

ډېر کله مو چېپسو، چاکلېټو او نورو خوږو ته زړه کېږي چې غواړو د هغې په خوراک د ځان لپاره د تېښتې لار ومومو، ځينې وخت پوهېږو چې د اضطرب له وجې مو ددې شيانو خوړلو ته زړه شوى؛ نو په ګرمو اوبو حمام کوو، کتاب لولو او خواږه هم خورو، په مناسب وخت کې له ځان پوښتو چې زموږ اصلي ضرورت څه شى دى؟ ايا خواږه شيان دي؟

پوهېږو چې خواږه شيان نه دي او د هغو د خوړو پر ځاى بايد له يو ګيلاس اوبو سره په يو ارامه ځاى کې د څو دقيقو لپاره کېنو.

زه پوهېدلې يم، کله چې مې ډېرو خوږو شيانو ته زړه وشي، خواږه خورم تر څو وپوهېږم چې ايا زه ريښتا هم خوږو ته ضرورت لرم؟ او يا له ذهني ستړيا سره مخ يم او بايد استراحت وکړم.

3ـ کوچني کارونه مو له ذهنه وځي

موږ معمولا ددې وړتيا لرو چې څو کارونه په يو وخت کې ترسره کړو او هغه په اسانۍ سره پاى ته ورسوو؛ خو کله کله داسې چې کوچنى کار مو له ذهنه وځي.

د مثال په توګه: کله چې د ماښام د ډوډۍ د تيارولو پر وخت متوجه شو، يو د ضرورت وړ توکى مو ندى اخيستى، کوښښ کوو د هغې لپاره جايګزين پيدا کړو، همدا لامل دى چې موږ ناتوانه کېږو.

يا کله له مغازې راووځو متوجه شو چې شامپو مو له ذهنه وتلې او نه مو ده اخيستې، همدا مو حتى د ژړا لامل هم کېدلاى شي.

هر کله چې احساس وکړو کوچني شيان مو اعصاب خرابوي، پوهېږو چې د مسٶليتونو په ترسره کولو کې ناتوانه شوي يو او هغه وخت رارسېدلى چې ځان يوازې کړو.

په داسې حال کې بايد ځان ته پاملرنه وکړو، چې د ځان د پاملرنې په تمرين کې لاندې ټکي شامل دي.

* خپلو لومړنيو اړتياوو ته فکر وکړو، ايا وږي شوي يو؟

ايا اوبه څښلو ته اړتيا لرو؟

ايا په څو دقيقو استراحت سره ښه کېږو؟

* له نورو څخه مرسته وغواړو، د مثال په ډول له خپل خاوند څخه چې اوس د باندې دى شامپو راوغواړو.

 

په همدې ساده کارونو سره بايد له ځان نه فشار لرې کړو او د آرمتيا قوت په خپل ځان کې پيدا کړو.

4ـ له خپلوانو او عزيزانو سره بده رويه

زه په دې وياړم چې زر نه غوسه کېږم؛ خو کله کله مې د خپل زوى غالمغال په اعصابو کې د ميخ په شان ننوزي او ځينې وخت مې د خاوند پوښتنې هم نا ارامه کوي.

کله چې له خپلوانو سره بد اخلاقي کوم ځان په داسې يو موقيعت کې احساسوم چې زه او کورنۍ مې ټول ورته ځان غوښتنه وايو، دغه موقيعت هغه وخت دى چې موږ متوجه کېږو نور تحمل نشو کولاى او بايد څو شېبې يوازې شو.

کله چې غواړو له دې موقيعت نه استفاده وکړو د خوب خونې ته ځو، څو ځله ژوره ساه اخلو، عطر بويوو او يا په موبايل کې لوبه کوو، د همدې کړنو په جريان کې له ځانه پوښتنه هم کوو چې څه ته ضرورت لرو؟

کله چې د دوهم ځل لپاره د تعامل توان پيدا کوو له اتاقه راوځو او د خپلې بد اخلاقۍ بښنه غواړو، له خپل خاوند او ماشومانو سر

له خپل خاوند او ماشومانو سره خبرې کوو چې ولې داسې يوه بد اخلاقي راڅخه کېږي.

که چېرې کوم څه ته ضرورت لرو او يا داسې احساس کوو چې ضروري دي هم له دوى سره شريکوو.

5ـ په خوب خونه کې يوازې کېناستل او يا هم په حمام کې پټېدل.

يوازېتوب- دا نښې هم ددې ښکارندويي کوي چې موږ د څه وخت لپاره يوازېتوب ته ضرورت لرو.

تر اوسه څو ځله پېښ شوي چې له خپل موبايل سره پټه تشناب ته ولاړه شم، ددې لپاره نه چې زه ترې ګټه واخلم بلکې ددې لپاره چې څو دقيقې يوازې شم، کله چې داسې څه پېښېږي واقعا ددې احساس کوو چې څه وخت يوازېتوب ته اړتيا لرو، نه دا چې پنځه دقيقې په تشناب کې پټ شو.

 

کله چې داسې احساس راسره پيدا کيږي او غواړو چې څو دقيقې په خوب خونه کې ځانونه بندي کړو بايد وپوهېږو چې هغه وخت رارسېدلى تر څو د څه وخت لپاره يوازې شو، په داسې وخت کې کوښښ کوو چې په خپل مهال ويش کې خالي وخت پيدا کړو او د غرمې د ډوډۍ لپاره چېرته يوازې ولاړ شو.

 

يا د مناسب وخت په اړه له خپل خاوند سره خبرې کوو او ترې غواړو چې د مناسب وخت په موندلو کې راسره مرسته وکړي.

 

کله چې له يو ورځني يوازېتابه وروسته کور ته راستنېږو، احساس کوو چې ډېره انرژي مو تر لاسه کړې او خپل پخواني حالت ته راغلي يو.

 

له دې نوې نوې روحيې سره کولاى شم خپل شتون لا ډېر حس کړم او په ډېره مينه د خپلو اولادونو مورولي کولاى شم!!