لاهور کې چاودنې د څلورو پوځيانو په گډون شپږ کسان وژلي

د پاکستان پنجاب ايالت په مرکز لاهور ښار کې چاودنې د څلورو پاکستاني پوځيانو په گډون شپږ کسان وژلي او گڼ نور ټپيان دي.

چاودنه نن سهار د لاهور ښار په بيديان سړک وشوه. له چاودنې وروسته امنيتي ځواکونو سيمه کلابنده کړې، دوکانونه يې تړلي او د پېښې ځای کې يې د خلکو پر تگ راتگ هم بنديز لگولی دی.

د لاهور پوليسو مشر رسنيو ته ويلي، چې دغه پېښه کې ۱۹ کسان ټپيان شوي او مرستندويه ډلو د لاهور پوځي روغتون ته رسولي دي.

د پنجاب د قانون وزير رانا ثناالله لاهور کې خصوصي ټلويزون ته وويل، چاودنه پر هغو پوځيانو شوې، چې سيمې ته د سرشمېرنې لپاره تللي وو.

رانا ثناالله وايي، تر اوسه د چاودنې په اړه نور معلومات او په دې اړه به وروستي معلومات له څېړنو وروسته له رسنيو سره شريک کړي.

۱۹ کاله وروسته يو ځل بيا پاکستان کې د پوځيانو تر مشرۍ لاندې د نفوسو سرشمېرنه پيل شوې ده.

لاهور ښار د پنجاب تر ټولو خوندي ښارونو څخه گڼل کېږي، خو په دې وروستيو کې د لاهور په گډون د پاکستان گڼو ښارونو چاودې ډېرې شوي دي.

د روان کال په پيل کې لاهور ښار کې د پنجاب اسامبلۍ مخته چاودنې د ټرافيکو د عمومي قوماندان په گډون اتلس کسان ووژل او ۸۴ نور يې ټپيان کي وو. له هغې وروسته هم د لاهور ښار په ډيفينس سيمه کې په يوه هوټل کې چاودنې نهه کسان وژلي  او ۳۲ ټپيان کړي وو.

د پېښې پړه تراوسه چا نه ده منلې