لبنان کې سوله ییز لاریونونه په تاوتریخوالي بدل شوي

سلګونه لاریونوال د لبنان پارلمان مخې ته راټول شوي او د دغه پارلمان ودانۍ په ډبرو او ګڼ شمېر نورو توکو ولي؛ هڅه کوي چې اوسني حاکم سیاستوال له دندو ګوښه کړي.

د لبنان بیروت کې د پارلمان مخې ته لاریونوال راټول شوي دي او هر هغه څه چې په لاس ورځي، د پارلمان ودانۍ پرې ولي.

دوی په دې هڅه کې دي، چې د یاد پارلمان مخې ته ولاړو پولیسو باندې فشار راوړي؛ څو پارلمان ته وردننه شي او خپله غوسه پرې سړه کړي.

د دې هېواد پولیس یې پر وړاندې د اطفایو له اوبو او اوښکو بهوونکو ګازونو کار اخلي، څو لاریونوال د پارلمان له مخې ولاړ شي او دغه امنیتي ځواکونه ژوبل نکړي.

خو په داسې حال کې چې په پرلپسې توګه پر لاریونوالو اوښکي بهوونکي ګازونه او اوبه کارول کیږي، د دوی شمېر هیڅ نه کمیږي او په بیا – بیا ځلې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

له هغې ورځې چې د دې هېواد اوسیدونکو لاریونونه پیل کړي دي، ورځ تر بلې یې لاریونونه په تاوتریخوالي اوړي، چې له امله یې سلګونه لاریونوال ټپیان شوي او روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

کله چې په دغو لاریونوالو د پولیسو له لوري زیات فشار راځي، نو بیا دوی د پارلمان مخې ته نږدې جومات ته ور دننه کیږي او یو څو شېبې وروسته بیا پر پارلمان بریدونو ته چمتو کیږي.

دغه لاریونونه له شاوخوا درې ورځو راهیسې دوام لري، چې لاریونوال د دې هېواد د حاکمو سیاسو غړو د ګوښه کېدو غوښتنه کوي.

لاریونوال وایي، د لبنان هېواد مشرتابه له دوی سره ډېرې ژمنې کړي؛ خو هیڅ یوه یې ورته پوره کړې نه ده.

دغه لاریونونه چې تر دې دمه په سوله ییزه توګه روان و، اوسمهال ورځ تر بلې په تاوتریخوالي بدلیږي.

له هغې ورځې چې دغه لاریونونه پیل شوي دي، ورځ تر بلې روغتیایي سهولتونه کمیږي، تنخواوې نه ورکول کیږي او هغو خلکو چې دندې درلودلې اوس له دندو بې برخې دي، چې ان د کورونو کراوې او نور بیلونه نشي ورکولی.

د لبنان اوسنی اقتصادي وضعیت په داسې حال کې دی، چې د دې هېواد د ګڼ شمېر اوسیدونکو غوسې یې راپارولي دي.