لسیت ملینګا له یو ورځنیو لوبو استعفا کوي

د سریلانکا لوبډلې چټک او د ځانګړي انداز لرونکي توپ اچونکي لسیت ملینګا ویلي، له بنګله دېش لوبډلې سره تر لومړۍ یو ورځینۍ لوبې وروسته به له یو ورځنیو لوبو سره مخه ښه وکړي.

د نوموړي استعفا د سریلانکا اوسني لوبډلمشر ډیمرت کرنرتني هم تائید کړې او خواشینې یې ښودلې، چې د ملینګا غوندې بل ویکټ اخېستونکی توپ اچونکی نه لري؛ خو په خبره یې هڅه به وکړي، چې پېدا یې کړي.

ملینګا د څلورو هغو توپ اچونکو په لېست کې شامل دی، چې په نړیوال جام کې یې پنځوس ویکټې پوره کړي دي.

نوموړی د توپ اچونې ځانګړی سټایل لري او په نړۍ کې یې د مینه والو شمېر هم زیات دی.

ملینګا تر اوسه په ۲۲۵ یو ورځنیو لوبو کې ۳۳۵ ویکټي اخېستي او خپله وروستۍ ۵۰ اوریزه لوبه به د راتلونکې جمعې په ورځ د بنګله دېش پر وړاندې ترسره کړي.

بنګله دېش او سریلنکا د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کوي.

د معلوماتو له مخې ملینګا به تر راتلونکي شل اوریز نړیوال جام پورې د شل اوریزو فارمټ کې د سریلانکا لپاره ولوبیږي او له هغه وروسته به له نړیوالو شل اوریزو سیالیو سره مخه ښه وکړي او یواځې په تجارتي لیګونو کې به لوبیږي.