لس اوریزو سیالیو کې حضرت الله ځاځي یو ځل بیا خپله لوبډله بریا ته ورسوله

د لس اوریز کرکټ لیګ په ۱۵مه لوبه کې افغان لوبغاړي حضرت الله ځاځي یو ځل بیا خپله لوبډله ماراتا عربینز په ښې توپ وهنې بریا ته ورسوله.

په دې لوبه کې د شهزاد اړوند راجپوټ لوبډلې ماراتا لوبډلې ته د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره د ۶۴ منډ هدف ورکړ.

شهزاد محمدي ښه ونه ځلېد او په ۸ بالونو یې یواځې ۹ منډې وکړې، سعید شېرزاد ۷ او قیس احمد په یوه منډه اوټ شو.

راشد خان په ۲ اورونو کې ۷ منډې ورکړې، خو په ویکټ اخیستو بریالی نه شو، دوی ته ریچارډ ګلیسون ښه توپ اچونه وکړه، دوه اورونو کې یې د ۹ منډو په ورکولو سره دوه لوبغاړي وسوځول.

ماراتا عربینز لوبډلې د حضرت الله ځاځي په ښې توپ وهنې سره یاد هدف ۵ اورونو کې د لس ویکټو او ۳۰ توپونو شتون کې پوره کړ.

ځاځي په ۱۲ توپونو د ۲ شپږیزو او درې څلوریزو په مرسته ۲۹ او هیلیز ۲۷ منډې وکړې.

د دې سیالیو په ۱۶مه لوبه کې نارترن واریورز لوبډلې سیندیز لوبډلې ته په یوه ویکټ ماتې ورکړه.

په دې سیالیو کې به نن ۷ بجې راجپورټ لوبډله د پنجاب لیجنډز سره او ۹ بجې او ۱۵ دقیقې به پښتون لوبډله ماراتا عربینز لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

نصرت الله عمرزی