لس شيان چې له مونږه ضايع کېږي!

ژباړه: نثار احمد اسلام مل

  1. زموږ پوهه او علم: له هغه نه د ګټی نه اخیستلو په وجه باندې ضایع کوو.
  2. زموږ اعمال: د غیر مخلصانه کارونه په کولو سره یی ضایع کوو.
  3. زموږ شتمنی: په هغه شیانو ضایع کوو چی زموږ لپاره اجر (د آخرت لپاره ګټه) نلری. موږ خپلی پیسې، موقف او واک پر هغو شیانو ضایع کوو چی نه په دی دنیا او نه په آخرت کې موږ ته ګته رسوی.
  4. زموږ زړونه: د الله د محبت په نشتوالی ، د هغه په لور د تلوسې په نه درلودلو او د هوساینې او د آرامی په نشتوالې یې ضایع کوو. او د دی ټولو پر ځای باندی زموږ په زړونو کې نورو بیځایه شیانو یا خلکو ځای نیولي.
  5. زموږ وجود: د الله د عبادت او د هغه په لاره کې د خدمت په نه کولو سره ضایع کوو.
  6. شیانو/خلکو پسې روانه ده او بیشکه چی موږ هغه ضایع کوو.
  7. زموږ وخت: ددی لپاره ضایع کېږی چی سمه ګټه تری نه اخلو، ددی لپاره چی پخوانۍ دوره مو جبران کړي وی نو باید صحیح او اخلاقی کارونه سرته ورسوو.
  8. زموږ عقل او فکر: پر هغه شیانو باندی ضایع کوو چی قطعاً فایده نلري تفکر، غور او فکر ته ګټه نه لری، ټولني او خلکو ته تاوان رسوي.
  9. زموږ خدمت او چوپړ: د هغه شي یا سړی لپاره ضایع کوو چی هغه موږ الله ته نه نږدی کوي او نه هم په دنیا کې موږ ته ګټه رسوي.
  10. زموږ ذکر او ياد: په دې ضایع کېږی چی هیڅ کله د الله د په یاد کې نه کېږی او یا هم زموږ په زړه باندی هیڅ اخیزه نه کوی.