لس شيان چې له مونږه ضايع کېږي!

د امام ابن قيم الجوزي له پندونو څخه

د نثار احمد اسلام مل ژباړه

۱- زموږ پوهه او علم: له هغه نه د ګټې نه اخیستلو په وجه باندې ضایع کوو.

۲- زموږ اعمال: د غیر مخلصانه کارونه په کولو سره یی ضایع کوو.

۳-  زموږ شتمني: په هغه شیانو ضایع کوو چی زموږ لپاره اجر (د آخرت لپاره ګټه) نلري. موږ خپلی پیسې، موقف او واک پر هغو شیانو ضایع کوو چې نه په دی دنیا او نه په آخرت کی موږ ته ګته رسوی.

۴- زموږ زړونه: د الله د محبت په نشتوالی ، د هغه په لور د تلوسې په نه درلودلو او د هوساینې او د آرامۍ په نشتوالې یي ضایع کوو. او د دی ټولو پر ځای باندې زموږ په زړونو کې نورو بیځایه شیانو یا خلکو ځای نیولي.

۵-  زموږ وجود: د الله د عبادت او د هغه په لاره کی د خدمت په نه کولو سره ضایع کوو.

۶- زموږ وخت: ددی لپاره ضایع کیږی چې سمه ګټه ترې نه اخلو، ددی لپاره چې پخوانۍ دوره مو جبران کړي وي نو باید صحیح او اخلاقی کارونه سرته ورسوو.

۷- زموږ عقل او فکر: پر هغه شیانو باندی ضایع کوو چی قطعاً فایده نلري تفکر، غور او فکر ته ګټه نه لری، ټولني او خلکو ته تاوان رسوي.

۸- زموږ خدمت او چوپړ: د هغه شي یا سړی لپاره ضایع کوو چی هغه موږ الله ته نه نږدی کوي او نه هم په دنیا کې موږ ته ګټه رسوي.

۹- زموږ ذکر او ياد: په دې ضایع کیږی چی هیڅ کله د الله د په یاد کې نه کیږی او یا هم زموږ په زړه باندی هیڅ اخیزه نه کوی.