لس شيان چې له مونږه ضايع کېږي!

۱.زموږ پوهه او علم: له هغه نه د ګټې نه اخیستلو په وجه باندې ضایع کوو.

۲. زموږ اعمال: د غیر مخلصانه کارونو په کولو سره یې ضایع کوو.

۳. زموږ شتمني: په هغه شیانو ضایع کوو چې زموږ لپاره اجر (د آخرت لپاره ګټه) نلری.

موږ خپلې پیسې، موقف او واک پر هغو شیانو ضایع کوو چې نه په دې دنیا او نه په آخرت کې موږ ته ګته رسوي.

۴. زموږ زړونه: د الله د محبت په نشتوالي، د هغه په لور د تلوسې په نه درلودلو او د هوساینې او د آرامۍ په نشتوالي یې ضایع کوو. او د دې ټولو پر ځای باندې زموږ په زړونو کې نورو بیځایه شیانو یا خلکو ځای نیولی.

۵. زموږ وجود: د الله د عبادت او د هغه په لاره کې د خدمت په نه کولو سره ضایع کوو.

۶. شیانو/خلکو پسې روانه ده او بیشکه چې موږ هغه ضایع کوو.

۷. زموږ وخت: د دې لپاره ضایع کیږي چې سمه ګټه ترې نه اخلو، ددې لپاره چې پخوانۍ دوره مو جبران کړي وي نو باید صحیح او اخلاقي کارونه سرته ورسوو.

۸. زموږ عقل او فکر: پر هغه شیانو باندی ضایع کوو چې قطعاً فایده نلري تفکر، غور او فکر ته ګټه نه لري، ټولنې او خلکو ته تاوان رسوي.

۹. زموږ خدمت او چوپړ: د هغه شي یا سړي لپاره ضایع کوو چې هغه موږ الله ته نه نږدې کوي او نه هم په دنیا کې موږ ته ګټه رسوي.

۱۰. زموږ ذکر او ياد: په دې ضایع کیږي چې هیڅ کله د الله د په یاد کې نه کیږي او یا هم زموږ په زړه باندې هیڅ اغیزه نه کوي.

ژباړه: نثار احمد اسلام مل