لعل پورې ولسوالۍ کې د قومي مشرانو پر جرګې لاسي بمونه غورځول شوي

د ننګرهار ولایت لعل پورې ولسوال حاجي نعمت نورزی انعکاس ته پیښه تاییدوي او وايي تېر ماښام د یادې ولسوالۍ په چکنور سیمه کې ددو قومونو ترمنځ د رامنځته شوې لانجې د هواري لپاره قومي مشران سره راټول شوي وو، چې پرې نامعلومو کسانو لاسي بمونه پرې اچولي او له امله یې ۱۲ تنه قومي مشران ټپیان شوي دي.

ولسوال زیاتوي ټپیان روغتون ته انتقال شوي او له ډلې یې ددرې تنو روغتیايي وضیت نازک او پاتې نورې سطحي ټپیان دي.