لغمان:د ولسي شاعر محمد نور مزار ورغول شو

په لغمان کې د ولسي شاعر محمد نور مزار د یوه ملي سوداګر په مالي لګښت جوړ او د ګلانو ګېډۍ پرې کیښودل شوې.

د هغه د مزارد جوړیدو چارې څو ورځې مخکې بشپړې او تېره پنجشنبه پرې چارواکو او فرهنګیانو د ګلانو ګېډۍ کیښودې.

د لغمان سرپرست والي سیدفضل الله مجددي د دغو مراسمو پرمهال له هغه ملي سوداګر څخه مننه وکړه،چې د محمد نور مزار یې پخپل لګښت جوړ کړی.

د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ ریس فیضان الله پټان وویل،د دغه مزار پرجوړیدو شاوخوا شپږ سوه زره افغانۍ لګښت شوی.

د ختیزې سیمې د لیکوالو او ژورنالیستانو د خپلواکې ټولنې مشر او د کابل پوهنتون استاد لال پاچا ازمون،چې د محمد نور دېوان یې کلونه وړاندې برابر او چاپ کړی و،د هغه پرمقبرې د ګل ایښودو پرمهال وویل،چې محمد نور په پښتو ولسي شاعرۍ کې د یوه ځانګړي نوم څښتن دی.

استاد ازمون د محمد نور د شاعرۍ له ستاینې سره وویل،چې ځوان محققین باید د هغه پرشاعرۍ او په ولسي ادب کې یې پرونډې څېړنې وکړي.

د هغه پرمزار د ګلانو د ایښودو پرمهال د لغمان،ننګرهار او پلازمېنې کابل څخه راغلو یو شمېر فرهنګیانو برخه لرله.

له دغو مراسمو څخه وروسته د لغمان د اطلاعاتو او فرهنګ په ریاست کې پسرلنۍ مشاعره او د محمد نور په یاد غزلیز ماښام هم ترسره شو،چې ګڼو شاعرانو  پکې خپل شعرونه واورول او یو شمېرسندرغاړو له موسیقۍ سره د محمد نورشعرونه ترنم کړل.

په لغمان کې فرهنګي هڅې د نورو سیمو په پرتله کمرنګه دي،خو په وروستیو کې یې د زیاتیدو او پياوړتیا څرکونه لیدل کیږي.