لغمان ولایت کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۷وسله وال طالبان وژل شوي دي

د ملي امنیت څخه رسنیو ته په رالیږل شوې خبر پانه کې ویل شوي چې تېره شپه ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ په شمکټ سیمه کې د د وسله والو د ځپلو په موخه شپني عملیات کړي، چې په پېله کې د وسله والو طالبانو د یو قوماندان په ګډون ۱۷ وسله وال طالبان وژل شوي. د خبر پاڼې په حواله د وسله والو طالبانو د مهماتو یوه ډېپو چې ماینونه، د ځانمرګو واسکټونه او نور چاودېدونکي توکو پکې شامل ول په بشپړ ډول له منځه وړي دي. خبر پاڼه زیاتوي چې وسله والو طالبانو ته ټول تلفات د امنیتي ځواکونو سره د مقاومت پر مهال اوښتي.