د لغمان ولایتي چارواکي وایي، د دغې ولایت د محبس مخې ته چاودنه شوې چې له امله یې د محبس دمدیر په ګډون څلور تنه ټپیان دي او درې تنه وژل شوی.
د لغمان والي ویاند اسدالله دولت زی وایي، چې د لغمان مرکزي روغتون ته د پیښې له ځایه درې جسدونه او څلور تنه ټپیان وروړل شوي دي.