لغمان کې د دولت ضد ۲۷ وسله وال وژل شوي دي

د ملي امنیت ریاست څخه په خپره شوي خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو صفر دوه قطعې د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په یوه غونډه هوایي برید کړی، چې په پایله کې یې د دولت ضد بهرنیو وسله والو په ګډون ۲۷ تنه وژل شوي او د دوی یو شمېر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي. وسله والو طالبانو بیا تر دې دمه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.