لغمان کې د هوایي برید له امله ۷ وسلوال طالبان وژل شوي دي

د ملی اردو چارواکې وایي، د لغمان ولایت په علیشنګ ولسوالۍ کې هوایي بریدونو وسلوالو طالبانو ته مرګ ـ ژوبله اړولې.

له ۲۰۱ سیلاب قل اردو څخه رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تیر ماسپښين هوایي ځواکونو د علیشنګ ولسوالۍ په کردي سالاو سیمه کې پر وسلوالو طالبانو هوایي برید کړی، چې په ترڅ کې یې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی .

د خبرپاڼې په وینا چه دغه برید کې د طالبانو ډیر شمیر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.