لغمان کې د کابل – جلال اباد اډې لپاره مجهز ترمینل جوړیږي

د دې ولایت چارواکي وایي، په دغه ترمینل شاخوا ۳۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، ۳۰ جریبه ځمکه کې به جوړ شي.

د مهترلام ښاروال نظیف الله الکوزی وايي، په دغه ترمینل شاوخوا ۳۵ میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د رغونې چارې به یې یو کال کې بشپړې شي.

د لغمان والي بیا په دغو مراسمو کې د راتلونکي کال لپاره په نویو پلي کېدونکو پروژو وغږید، چې په خبره یې، د دغو پروژو په پلي کېدو سره به خلکو ته کاري فرصتونه پیدا شي.

د یادونې وړه ده، چې په دې وروستیو کې لغمان ولایت کې د بېلا ـ بېلو پروژو د پلي کېدو پرانیسته کیږي، چې خلک ورڅخه د خوښۍ څرګندولو سربېره په کارونو کې د کیفیت او روڼتیا پر شتون ټینګار کوي.