لغمان کې د یوې کورنۍ ۳ غړي وژل شوي

د لغمان ولايت قرغيو ولسوالۍ عبدالرحيمزيو غونډۍ کلي کې پرون مازيګر پنځه بجې د امام جان او ګلاجان د کورنيو ترمنځ لومړى لفظي شخړه او وروسته ډزې شوي، د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي په خبره چې د پېښې پرمهال د امام جان د کورنۍ درې غړي وژل شوي چې په وژل شوو کې يوه مېرمن هم شامله ده. دغه راز دوه تنه نور په دې پېښه کې ټپيان شوي. د دولتزي په خبره پولیس هڅه کوي، چې د دې پېښې عاملين د قانون منګولو ته وسپاري.