لله تعالی انسان ته ټولنیز طبیعت ورکړی څو په ټولنه کې ژوند وکړي

داچې انسان د اخلاقو په واسطه سره کولی شي چې د ټولنې حقوق وپېژني.

نوپه لنډ او مختصر ډول د اخلاقي ټولنې ترعنوان لاندي څو مهمو ټګو ته په لاندي توګه اشاره کوو.

په ټولنه کې فساد: کوم شی چې ټولنه فاسدوي هغه اخلاقي فساد دی او حیا داسې یو نېک صفت دی چې انسان له ټولو بدیو او ناوړه کارونو څخه منعه کوي، ځکه خو اسلام حیا د ایمان ارزښتناکه څانګه بللي ده او فرمایلي یې دي چې مسلمان دې دغه خوی په ځان کې پېدا کړي، خپله ټولنه دي له بربنډتوب او بې حیایۍ څخه چې د ډول ډول ناروغیو لامل کېږي وساتي او د خلکو د تشویش مخنيوی دې وکړي. حیا چې د اخلاقي فساد مخنیوی لامل دی، تل ښې ګټوري پایلي لري، لکه څنګه چې پیغمبر(ص) فرمایلي دي (الحیاء لایاتي الا بخیر) حیا یواځې خیر او ښېګڼه زېږوي.په بل حدیث کې فرمایي:( حیا او ایمان تل ملګري وي هر کله چې یو له دوی دواړو څخه نه وي بل به هم نه وي). همدارنګه

اسلامي شریعت له انسان څخه غواړي، چې شرافتمندانه، باعزته او با ابرو ژوند وکړي او پردې موضوع باندي تاکید کوي، چې هغه نسل چې انساني ټولنه له هغو څخه جوړیږي حلال وي، له دې مخي یې د دغي هیلي د ترلاسه کولو لپاره څه مقررات ټاکلي دي، چې د هغه په واسطه یې د فحشا او بدلمنۍ د ټولو لارو دروازې بندي کړې دي.

د زنا د حراموالي په اړه په قران عظیم الشان کې ګڼ شمېر ایتونه ذکر شوي چې له یوڅو مبارکوایاتونو څخه یې دلته یادونه کوو د الله (ج) اشاد دی:( وَلا تَقْرَبُوا الزِّنى إِنَّهُ كانَ فاحِشَةً وَساءَ سَبِيلاً) سورة الاسراء(۳۲) ژباړه : زنا ته مه نږدې کېږئ هغه ډېر ناوړه کار دی او ډېره بده لارده. په همدې ډول له اختلاط (یوځای والي) څخه یې د انساني نسل د ساتنې لپاره زنا حرامه ګرځولې ده او د هغو ترسره کوونکو ته یې د زنا حد لازم کړی دی الله تعالی فرمایلي دي: (الزَّانِيَةُ وَالزَّانِي فَاجْلِدُوا كُلَّ واحِدٍ مِنْهُما مِائَةَ جَلْدَةٍ وَلا تَأْخُذْكُمْ بِهِما رَأْفَةٌ فِي دِينِ اللهِ إِنْ كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ وَلْيَشْهَدْ عَذابَهُما طائِفَةٌ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ) (انور/۲) ژباړه :زنا کاره ښځه او زنا کار سړی، له دواړو څخه هریو سل دُورې ووهئ. او پر دوی باندي د زړه سوي احساس دي د الله د دین په باب په تاسې که نه پاریږي که تاسي پر الله تعالی او د اخرت په ورځ باندي ایمان لرئ. همدا راز هغو ته د سزا ورکولو په وخت کې دي د مؤمنانو یوه ډله موجوده وي. همدارنګه زنا د قتل څخه وروسته عظيم جرم او د انسان په عفت ، عزت باندې ستراو لوی د شرم داغ دی چې سختې خطرناکې پايلې لري.

لکه څنګه پاک رب فرمایي: وَالَّذِينَ لا يَدْعُونَ مَعَ اللَّهِ إِلَهًا ءَاخَرَ وَلا يَقْتُلُونَ النَّفْسَ الَّتِي حَرَّمَ اللَّهُ إِلا بِالْحَقِّ وَلا يَزْنُونَ وَمَنْ يَفْعَلْ ذَلِكَ يَلْقَ أَثَامًا ، يُضَاعَفْ لَهُ الْعَذَابُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَيَخْلُدْ فِيهِ مُهَانًا ( الفرقان ۶۸-۶۹)

ژباړه : هغه کسان چې له الله څخه پرته کوم بل معبود نه بلي، هغوی نفس په ناحقه نه وژني چې خدای حرام کړی وي، او نه زنا کوي. (خو) هر څوک چې دغه کار (شرک،قتل یا زنا) وکړي هغه به د خپلي ګناه بدله ومومي؛ د قیامت په ورځ به هغه ته پرله پسې عذاب ورکړل شي اوپه همغه کې به د تل لپاره ذلیل پروت وي.

همدرانګه الله ج د پاکو او ناپاکو خلګو په اړه داسي فرمايي (الْخَبِيثاتُ لِلْخَبِيثِينَ وَالْخَبِيثُونَ لِلْخَبِيثاتِ وَالطَّيِّباتُ لِلطَّيِّبِينَ وَالطَّيِّبُونَ لِلطَّيِّباتِ أُولئِكَ مُبَرَّؤُنَ مِمَّا يَقُولُونَ لَهُمْ مَغْفِرَةٌ وَرِزْقٌ كَرِيمٌ)(نور/۲۶) ژباړه : ناپاکي ښځي د ناپاکو نارینه ؤ لپاره او ناپاکه نارینه د ناپاکوښځو لپاره دي. پاکي ښځي د پاکو نارینه ؤ لپاره اوپاک نارینه د پاکو ښځو لپاره دي. د دوی (پاکانو) لمن له هغه خبرو څخه پاکه ده چې درواغجنان یې غوټه کوي،د دوی لپاره بښنه او ښه روزي ده.

رسول الله (ص) د زاني په اړه داسي فرمايي ( لَا يَزْنِي الزَّانِي حِينَ يَزْنِي وَهُوَ مُؤْمِنٌ ) رواه البخاري (۲۴۷۵) ومسلم (۵۷)

ژباړه: زنا کار د زنا د عمل د کولو په وخت کې مؤمن نه دی.

نوکه په همدې وخت کې زناکوونکي ته مرګ راشي پاک الله خبر چې داکس به له دې پانې نړۍ څخه په ډول (مسلمان که کافر) تللی وي.

په همدې ډول الله (جل جلا له) خپل نبی صلی الله عليه وسلم ته په خوب کې د وحی په وسيله د زناکارو حال ښيي چې : فَانْطَلَقْنَا إِلَى ثَقْبٍ مِثْلِ التَّنُّورِ، أَعْلاهُ ضَيِّقٌ وَأَسْفَلُهُ وَاسِعٌ، يَتَوَقَّدُ تَحْتَهُ نَارًا، فَإِذَا اقْتَرَبَ ارْتَفَعُوا، حَتَّى كَادَ أَنْ يَخْرُجُوا، فَإِذَا خَمَدَتْ رَجَعُوا فِيهَا، وَفِيهَا رِجَالٌ وَنِسَاءٌ عُرَاةٌ … وَالَّذِي رَأَيْتَهُ فِي الثَّقْبِ فَهُمُ الزُّنَاةُ ( البخاري ۱۳۸۶ ) .

ژباړه : د يوه خندق له څنک څخه تير شوو چې د تنور په شان وو ، خوله يې تنګه او داخل يې ډير پراخه و ، د هغه د لاندې برخه کې اور بل و ، په دغه خندق کې ځنې لڅ لغړ نارينه او ښځې وې ، کله به چې اور لمبه ووهله هغوی به پورته شول داسې چې نږدې وو له خندق نه ووځي او کله به چې اور مړ شو دوی به د لاندې تلل ومې پوښتل دا څوک دي ؟ ( پريشتو ) را ته وويل : کوم کسان دې چې لوڅ په خندق کې وليدل زناکاران و

همدارنګه امام شافعي(رح) فرمايي: زنا پور ده نن ورځ ته هغه اخلې یعنې کوې يي سبا به ستا مور،خور،ښځه او یا لور هغه پور بیرته ورکوي.

.نور نو داچې د نورو مطالبوځای ونه نیسي دلته د دې موضوع لمن راټولوم.

د ټولنې حقوق: د اسلام دین په ټولو دینو کې ښه او غوره دین دی ځکه د هر چا نر، ښځې، لوی، واړه، مسلمان، کافر، ګاونډي اوهمداسې نورو اتباعوحقوق پکې خوندي دي. همدارنګه د اسلام مقدس دین په اسلامي عقیده باندي ټول مؤمنان دیني وروڼه بللي دي. لکه څنګه چې څښتن تعالی په خپل مبارک کتاب (قران) کې داسې فرمایي (إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ وَاتَّقُوا اللهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ)(حجرات/۱۰) ژباړه : مؤمنان خو یو د بل سره وروڼه وي، نو د خپلو وروڼو په منځ کې مناسبات سم کړئ، او د الله څخه وویرېږئ، هیله ده چې پرتاسو رحم وکړای شي.

په همدې ډول په بل مبارک ایت الله ج فرمايي (يا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا مَنْ يَرْتَدَّ مِنْكُمْ عَنْ دِينِهِ فَسَوْفَ يَأْتِي اللهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ أَذِلَّةٍ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ أَعِزَّةٍ عَلَى الْكافِرِينَ يُجاهِدُونَ فِي سَبِيلِ اللهِ وَلا يَخافُونَ لَوْمَةَ لائِمٍ)(المائده /۵۴) ژباړه : اې مؤمنانو که له تاسې نه څوک له خپل دین نه واوړي (نو وادي وړي) الله به نور ډېر داسې خلګ پیداکړي چې الله ته ګران وي او الله هغوی ته ګران وي چې له مؤمنانوسره به نرمي کوي او پر کافرانو سختي، د الله په لاره کې به هلي ځلي وکړي او دهېڅ ملا ماتوونکي له پړې اچولوڅخه به نه ویریږي. په دې مبارک ایت کې الله تعالی په څرګند ډول راښيي چې څوک د مسلمانانو پر وړاندې له نرمۍ او مهربانۍ او د کافرانو په وړاندې له سختۍ او غوسې څخه کار اخلي نو دوی د الله سره ریښتنی محبت لري. په همدې ډول ژوند د هر انسان لپاره الهي ډالۍ او نعمت دی، د اسلامي شریعت یو مقصد د انسانانو د ځان ساتنه ده لکه د یو انسان وژل یې د ټول انسانیت له وژولو سره مساوي ښودلی لکه څنکه الله تعالی فرمايي (مِنْ أَجْلِ ذلِكَ كَتَبْنا عَلى بَنِي إِسْرائِيلَ أَنَّهُ مَنْ قَتَلَ نَفْساً بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسادٍ فِي الأَرْضِ فَكَأَنَّما قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعاً وَمَنْ أَحْياها فَكَأَنَّما أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعاً) (المائده/۳۲) ژباړه : (له همدې امله موږ پر بني اسرائیلو دا فرمان لیکلی ؤ، چې چا یو انسان د وینې له بدلې یا په ځمکه کې له فساد خورولو پرته (په ناحقه) وواژه، داسي وګڼه لکه چې هغه ټول انسانان ووژل او چاچې څوک له مرګه وژغوره، داسې وګڼه، لکه چې هغه ټولو انسانانو ته ژوند ور وبښه) همدارنګه د بې ګناه مؤمن د وژلو په اړه الله

په یو بل ایت فرمايي (وَمَنْ يَقْتُلْ مُؤْمِناً مُتَعَمِّداً فَجَزاؤُهُ جَهَنَّمُ خالِداً فِيها وَغَضِبَ اللهُ عَلَيْهِ وَلَعَنَهُ وَأَعَدَّ لَهُ عَذاباً عَظِيماً) (النساء/۹۳) ژباړه : او هغه څوک چې ووژني مؤمن په قصد سره نو د هغه جزا جهنم دی، چې په هغه کې به تل لپاره استوګن وي ، پرهغه د الله غضب او لعنت دی او الله د هغه لپاره لوی عذاب تیار کړی دی.

همدارنګه ابوبکر صدیق (رض) له رسول الله (ص) نه روایت کړی دی : إذا التقي المسلمان بسیفیهما فالقاتل والمقتول في النار فقلت یا رسول الله هذا القاتل فما بال المقتول قال إنه کان حریصاً علی قتل صاحبه. ژباړه: کله چې د دوو مسلمانانو تورې یو له بل سره مقابله کوي، قاتل او مقتول دواړه دوزخیان دي، ومي ویل یا رسول الله دا یو خوقاتل دی، خو دا بل (مقتول) ولې دوزخ ته ځي؟ وې ویل هغه هم د خپل ورور د وژلو غوښتونکی ؤ.

رسول الله (ص) یاد مقتول د شرعي حکم له نظره نه، بلکې د ګناه له نظره د قاتل سره برابر شمېرلی دی.

له ابن عمر (رض) څخه روایت دی چې رسول الله (ص) فرمایي : (المسلم أخو المسلم لایظلمه ولا یسلمه من کان فی حاجة أخیه کان الله في حاجته ومن فرج عن مسلم کربة في الدنیا فرج الله عنه بها کربة من کرب یوم القیامة من ستر مسلماًستره الله یوم القیامة)(سنن البیهقي الکبری) ژباړه : مسلمان د مسلمان ورور دی، په هغه ظلم نه کوي، هغه دوښمن ته نه سپاري، څوک چې د خپل ورور حاجت پوره کړي، الله تعالی د هغه اړتیا پوره کوي،څوک چې کومه ستونزه له مسلمان څخه لرې کړي، الله تعالی به د قیامت په ورځ د هغه ستره ستونزه لرې کړي، څوک چې د مسلمان عیب پټ کړي، الله تعالی د هغه عیبونه د قیامت په ورځ کې پټ کړي.

رسول الله (ص) فرمایلي دي: حَقُّ الْمُسْلِمِ عَلَى الْمُسْلِمِ خَمْسٌ: ” رَدُّ السَّلَامِ، وَعِيَادَةُ الْمَرِيضِ، وَاتِّبَاعُ الْجَنَائِزِ، وَإِجَابَةُ الدَّعْوَةِ، وَتَشْمِيتُ الْعَاطِسِ. متفق علیه

ژباړه: د یوه مسلم پر بل مسلمان پنځه حقونه دي: (۱) د سلام ځواب ورکول، (۲) د ناروغ پوښتنه کول (۳) په جنازه پسې يې تلل (۴) د هغه د بلنې منل (۵) پرنجي ته يې یرحمک الله ویل.

رسول الله (ص) فرمایلي:الْمُسْلِمُ مَنْ سَلِمَ الْمُسْلِمُونَ مِنْ لِسَانِهِ وَيَدِهِ (بخاری)

ژباړه :کامل مسلمان هغه څوک دی، چي د هغه د ژبي او لاس څخه مسلمانان په امن کي وي.

همدارنګه د رسول الله (ص) نورګڼ شمېر حدیثونه د مسلمان د حقوقو په اړه شتون لري، خو زه دلته په همدې پورته حدیثونو باندې بسنه کوم. د خلاقي ټولنه تر عنوان لاندي ډېري موضوعګانو راتلای شي، لکه ( دروغ،تعصب،غلا،ظلم اوداسې نوري) چې زه يې دلته یوڅو موضوعګانوته په لنډه توګه اشاره کوم .