لمانځل او نمانځل بايد سره بېل وي

لمانځل او نمانځل

 

نمانځنه : تجلیل په مانا ده، په انګلیسي ژبې کې (Celebration) ورته وایي.

بېلګه:

۱. سږ کال د خپلواکۍ ورځ په خوښۍ سره ونمانځل شوه.

٢. موږ هر کال د مور او پلار ورځ نمانځو.

 

لمانځنه:  عبادت په مانا ده، په انګلیسي ژبې کې (Worship) ورته وایي.

بېلګه:

۱. په هندوستان کې مذهبي مراسم ولمانځل شول.

۲. یهودیانو خپل مذهبي مراسم په خوشالۍ سره ولمانځل.

٣. موږ مسلمانان په ورځ کې پینځه ځلې لمونځ کؤو.

عابد