لمانځل او نمانځل

لیکنه: خبیب علي

د بي بي سي پښتو په یوه راپور کې لولو: په ۱۳۸۸ کال د نوروز نړیوال جشن د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې له خوا په رسمیت وپېژندل شو او له دغې رسمي کېدنې وروسته د لومړي ځل لپاره پر کال ۱۳۸۹ د ایران پلازمېنه تهران کې د ایراني، افغان، تاجک، ترکمن، عراقي، اذري او ترکي چارواکو په ملتیا ولمانځل شو.

د کلمو په هکله یوه معتبره سرچینه د وګړو لهجه او ژبه ده. بنیادم چې ښاري ژوند پیل کړ، یوازې کړو وړو او لباس و افکارو یې تغییر ونه کړ بلکې ژبه او لهجه یې هم ورسره بدله شوه. د لهجې دا تغییر د ښار او کلي په اوسېدونکو کې اسانه لیدلی شو. د بي بي سي په راپور کې د تجلیل او ستاینې د مفهوم د افادې لپاره ”لمانځل” لفظ استعمال شوی، حال دا چې د دې مفهوم لپاره تر لمانځل بهتره کلمه ”نمانځل” ده، ځکه لمانځل د عبادت او بندګۍ ضمني معناوې لري خو په نمانځلو کې بیا دا چاره نشته.

موږ په عامیانه خبرو کې تراوسه غوره بلله چې لمونځ ته (د عبادت په معنا) مونځ ووایو، خو نن سبا دا تمایل نشته. خلک دا بهتره بولي چې لمونځ لمونځ وبولي. په دې لیکنه کې زما د مقصد ټکی دا دی چې لمانځل او نمانځل مترادفې کلمې نه دي او څنګه یې چې بڼه یو ډول نه ده، دغسې یې په معنا کې هم فرق دی.

کلاسیک شاعر عبدالقادر خان خټک وایي:

که نمنځن ویل دې نه کیږي و ماته

 

کله کله راته کړه خبرې سپورې

 

سید بهادر شاه ظفر کاکاخېل د ظفراللغات په ۹۴۳ مخ کې د ”نمنځن” معنا په مینه، په عزت او په خوږه خوله بولي. همدې مفهوم ته خوشحال بابا داسې انعکاس ورکوي:

 

په ښایست کې هیڅ لقب در باندې نشته

 

که دې څه خو د عاشق نمنځنه کړی

 

دا وینا هم د خوشحال بابا ده چې:

 

پېرزوینه، ښه سلوک، نمنځنه عدل

 

که دې دا خویونه شته څه غواړې نور

 

یار محمد مغموم خټک د خوشحال فرهنګ (اول جلد، ۳۳۲مخ) کې نمنځنې ته پالل، قدر کول او اعزازول لیکلي دي.

 

د لسان الغیب رحمان بابا دا بیت هم د لوستو دی:

 

که مې ونمانځي ساقي په یوه جام

 

تر دا هورته به نور څه وي احترام

 

سرمحقق دوست شینواري په زړه پانګه (لومړي ټوک، ۶۴۳مخ) کې نمنځني ته ”محترم” لیکلی او د اسعد سوري په حواله یې ویلي:

 

کله ټکه غور زوی په نازولیو

 

کله څیرې ګرېوان د نمنځنې چار

 

د نمنځن او نمنځنې اصلي حالت ”نمانځل” دی چې متعدي مصدر دی او د پورته بیتونو په استناد ترې د مینې، ستاینې، تجلیل او قدر و عزت کولو مفهمونه راوځي.

 

د ظفراللغات په ۸۶۶ مخ کې د ”لمانځل” معنا نمونځ کول، عزت ورکول، قدر کول او لويي ورکول شوې ده. لاندې ترې دا بیت هم لیکل شوی:

 

یوه ورځ جهاد افضل

 

تر کلو کلو لمانځل

 

پورته بیت ته ښاغلي مولف په قوس کې (د.م.ک) لیکلی خو د ظفراللغات د نومونو په تفصیل کې بیا د دې تفصیل نشته چې دا د کوم شاعر نوم دی. د همدې کتاب په ۹۴۳ مخ کې نمونځ لمونځ بلل شوی او په فارسي ورسره نماز هم لیکل شوی. د پښتو ټولنې په څلورمه فیصله کې هم د نورو شکلونو پرځای لمونځ ته اعتبار ورکړل شوی و. داسې ښکاري چې د شلمې پېړۍ په اوږدو کې لا د لمانځل لفظ شهرت نه و موندلی او نه چا کاروه. اکثره کوز پښتانه د لمانځل پرځای نمانځل ته اعتبار ورکوي. خوشحال بابا فرمایي:

 

خدای هغه په دواړو کونو دی نمنځلی

 

چې په ورځ یې عدل و داد په شپه نمنځونه

 

شاید له همدې وجې د افغانستان د علومو اکاډمۍ پښتو پښتو تشریحي قاموس (د ۲۰۱۲ز چاپ، درېیم ټوک، ۲۸۷۲ او ۳۰۴۲ مخونه) لمانځل او نمانځل مترادف ګڼلي دي. همداراز مشر استاد پوهاند زیار صیب هم په لیکلار ښود (۳۲۶مخ) کې لمونځ ته (د پرستش په معنا) نمونځ لیکلی او په قوس کې یې ورسره د عبادت او احترام کلمې هم لیکلې دي. استاد د عبادت په معنا د لمونځ پرځای نمونځ سهي بولي. همدارنګه زاهد و عابد ته نمنځچار وایي او نمنځونی، نمانځونی او پرهېزګار سهي نه بولي.

 

د وخت او شرایطو په بدلېدو د بنیادم په تصوراتو کې هم بدلون راځي. پورته خبرو ته په کتو ګومان کوم نن سبا غوره ده چې د ژبې دا فطري تغییر ومنو او لمونځ د پرستش و عبادت په معنا واخلو او نمانځنې ته د تجلیل او ستاینې نوم ورکړو. په دې کار سره به مو دوه ګټې کړې وي: یو به مو د ژبې لغوي پانګه بډایه کړې وي، بل به مو دې دوو کلمو ته د استعمال مناسب ځایونه موندلي وي