لمړیتوبونه ، فرصتونه او ژوند

اغاملوک سهار

متاسفانه په ټوله کې د افغانانو لمړیتوبونه او ذهنونه ټیټ دی، همدا ټیټ لمړتوبونه او ذهنونه یې د ډبرو ستونزو ریښه ده.

موږ ډیری وخت په داسې کارونه وخت ضایع کوو، چې زموږ په ژوند کې هیڅ مثبت بدلونه نه رامنځته کوي، یا د یوې بلې ستونزې منشاً وي، ډیری وخت زموږ د کار او نورو لپاره معیارونه هم سمیز او غیر معیارې وی لکه باور،ډله، قوم، سمت، او ژبه. نه وړتیا او سپیڅلیتیا.

د ټیټو ذهنونو او لمړیتوبونو خلګ ډیر زر د نورو د لوبو او سیاسي لومو ښکار کیږي. او استفاده ترې کوي.

د افغانستان ۶۷٪ نفوس یې ځوانان تشکلوی او په عیین حال کې ۶ میلیونه خلګ بې کاره دي، چې لویه برخه یې همدا ځوانان دي.

المان د نوی نسل له کمښت سره مخ دی،ځکه په ۲۰۱۴ میلادې کال کې یې له هند نه ۴۰۰۰ کسانو دعوت کړو چې به عصرې زده کړو سمبال وو. دوی ته یې په جرمنې کې لوکس کورونه او لوړ امتیازات ورکړو. خو په همدې کال په زرګونه افغانان به ناقانونه لار جرمنې ته لاړو، تر ننه یې هلته یا قبول سوی ندی، که قبول سوی دی نو عادي کارونه کوي لکه ټکسي واني، هوټل او نورو برخو کې بوخت دي، ځکه ددي په مهارتونو هلته څوک فوټبال هم نه کوي.

تیر کال یو کس چې زه یې پیژنم د کابل له ښوونې او روزنې پوهنتون نه فارغ سو، تر اوسه یې نه په دولتي ښوونځی یا شخصي کې دنده ځانته پیدا کړي. یو بل کس چې د پیښور له یو ښوونځی نه فارغ دی، او پوهنتون یې هم ندی لوستی، دلته کابل کې په دوه شخصي ښوونځیو کې دنده لري او له رسمیاتو وروسته د یو وزارت مشاورینو او رئسانو ته د انګلیسي ځانګړي صنف تدریس کوي، چې میاشتنی عاید یې ۴۵۰۰۰ افغانۍ لوړ دی.

د هیواد له بیلو بیلو پوهنتونو د جپولوجې او معادن برخه کې په سلګونه کسان فارغیږي، همدا نن چې دوه سوه کسانو ته د کان کیندنې برخه کې ضرورت وی، له دی زرګونه کسانو نه پوره کیږي، باید له بهر نه راسي، ځکه دوی چې کوم تعریفونه او نور څه مخانیک کړي، چې کله یې د غره سر ته وخیزوي، هغه ورڅخه تویه شي، عملې یې څه ندي زده.

همدا نن د مخابراتې شبکو او ټکنالوجۍ په سکتور کې په سلګونه بهرني کارکوونکې په لوړو معاشونو او امتیازونو کار کوي. خو په عینې اداره کې افغانان هم ورسره کار کوي خو په ډیر ټيټ معاش، یوازنې دلیل داده چې مهارتونه نلري او کلونه یې دلته تیر کړی خو په ځان یې هیڅ کار ونه کړ، څو کاله مخکې چې د کومې څوکې شاته کینستلی وو، نن هم هلته ناست دی.

یو کس چې زه له کلنو پیژنم په یوه ډله پورې تړلی به بهرنیو چارو وزارت کې کار کوي. دی هر وخت په سل دوه سوه ډالر نیکټایې اخلي خو تر اوسه به یې په خپلو مهارتونو یو زر افغاني نه وی مصرف کړي. د ایمیل لیکل یې ندي زده او مایکروسافټ په اسانه افیس کې هم بلد ندي.

څه وخت مخکې د کندهار پوهنتون یو محصل چې سږ کال فارغیدو. یو بل چاته لس زره افغانۍ ورکړي، تر څو دده منوګراف ورته ولیکي، کله چې فارغ سو نو لسکونه کسانو دده په اړه پوستونه کړی وو، چې زموږ د قوم او سېمې افتخار او ځوان استعداد له پلانکۍ پوهنځي څخه په لوړو نمبرو فارغ سو. ممکن سبا دا کس هم له بې کارې سر وټکوي، خو دي ځوان استعداد؟! په څلورو کلونو کې مایکروسافټ ور‌ډ او ټایپنګ زده نکړ.

همدا نن د سګونه لوستي کسان په کار دي چې په لویو لارو ۳۰۳، ۴۰۴ او یا ۵۸۰ ماډل بس موټرونه وچلوي، خو څوک دی برخه کې زده کړی نه کوي، اوس ددي موټرو ډریوران اکثریت نالوستي دي، په ټرافیکي قوانینو بلد ندی،له ټکنالوجي او جي پی ایس نه استفاده نسي کولاي، چې هره میاشت لسګونه مرګ ژوبله اړوي.

د دولت په لوړو څوکیو چې ډیری کسان دندې درسره کوي، او شخي شخي، زنانه رنګ نیکټایانې یې تړلي او ستر ستر خدمتونه؟! یې ددي ملت لپاره وړیا کړي. خصوصي سکتور کې یې څوک د چرګې له نرخه نه غږوي، ځکه شخصي سکتور کې کار او مهارت معیار دی، نه خبرې، واسطه او ډلبازې.

دا منم چې بې کارې دلته سته او ستونزې ډیرې دی خو له سته فرصتونه ګټه ندی پورته سوي. زموږ افغانان په دولتې او شخصي ادارو کې په ملازمې، او نورو دندو نه شرمیږي خو په شخصي وړوکې کاروبار بیا شرمیږي، نه یې کوي.

فرصتونه هرڅوک نه ويني، د سړک په سر نه وي يښې، باید لمړی د فرصتونو له عینکو ورته وکتل سي.

ښه داده چې له هرې زاویې ژوند او فرصتونه وګورو، هر څه باندې غورو وکړو،هرې موقع نه لوړه ګټه پورته کړو مثلاً زه دولتې دنده لرم، له رسمیاتو وروسته چې یو څو پیسې لرم څنګه یو وړوکې کاروبار پیل کړم،….

افغانستان یو مخ پر وده هیواد دي، د هرې مفکورې د بریالیتوب احتمال ډیر دی، ځکه دلته لویو بزنسونه نسته چې رقابت ورسره ممکن نه وي،ډیری محصولات وارداتي دی خلګ خپل تولید ته تږې دي. مهم نوښت دی چې تر ټولو ډیر خلګ په اسانه جذبوي.